سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

په هلمندكي دسنګين ولسوالي د پيښي دڅيړلو په موخه دهيواد دپلازميني كابل څخه دمشرانوجرګي دسناتور په مشري يوپلاوي هلمند ته راورسيد.

2010-07-30 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

 

خبریال: شاه محمد حقيار

 

دغه پلاوي دهلمند والي سره دبست هوټل په تالار كي وكتل :

دهيواد دپلازميني كابل څخه يوپلاوي د مشرانوجرګي د سناتور شيرمحمداخندزاده په مشري  دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواكه ادارې استازي سيداحمد همدرد، دچارو د ادارې  جنرال عبدالقدير كريمي ، ددفاع وزارت كشفي مرستيال جنرال دين محمد ،.ددې ولايت دسنګين ولسوالي دپيښي ددقيقي څيړني او دپيښي دقربانيانو كورنيو ته دتسليت وړاندي كولو لپاره هلمند ته راورسيدل .

 

نوموړو لومړي دهلمند والي محمد ګلاب منګل سره دبست هوټل په تالار كي په داسي حال كي وكتل چي دولايتي شورا ريس محمدانور خان دملي امنيت ريس نظرعلي واحدي ، دامنيه قومانداني دامنيت امر كمال الدين شيرزي هم حاضر وه . .

 

په كتنه كي هلمند والي راغلي پلاوي ته دپيښي په اړه معلومات وړاندي كړه ده زياته كړه چي دپيښي په اړه دامهال هم دقيقي پلټني رواني دي ترڅو بشپړ معلومات څرګند كړي .

 

دراغلي پلاوي مشر شيرمحمداخندزاده وويل  دسفر موخه يي دسنګين ولسوالي دپيښي دقربانيانو سره دمرستي او غم شريكي ترڅنګ دپيښي داعواملو روښانه كول دي ترڅو څرګنده سي چي پيښه دپه څه اثر رامنځته سوي ده .

 

كليپ: شيرمحمداخندزاده

ديادوني وړده چي ياده پيښه دسنګين ولسوالي دجوشالي ، نيمرودي او ريګي په سيموكي دزمري دمياشتي په لومړي نيټه رامنځته شوي چي پكي څه پنځوس تنه ملكي وګړي شهيدان او ټپيان سوي .

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.33/5 (46.67%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • g7owFbt

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات