2010-07-30 , خپرونکی محمد سلطان شریفی
خبریال: بشیر شرر
د کندهار د امنيت آمر فضل احمد شېرزاد سورغر ورځپاڼي ته وويل چې نن سهرا شاوخوا نهه نيمي بجي د ښار په څوارلسمه امنيتي حوزه کې ولسي جرګي ته پر نوماند محمد نعيم حميدزي باندي بمي چاودنه سوي ده.
دده په خبره چې په دي بمي چاودنه کې نوموړي نوماند ته زيان نه دى رسيدلى او دريو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شېرزاد څرګندوي چې په دي پېښه کې يوه کوچنۍ نجلۍ وژل سوي او دوې ميرمني ژوبل سوي دي.
محمد نعيم حميدزي بيا وايې چې په دي چاودنه کې يې يوازي موټر زيانمن سوى او ده ته کوم زيان نه دى رسيدلى.
له بلي خوا ويل کيږي چې دغه چاودنه د موټرسايکل په وسيله رامنځته سوي ده.
ددي پېښي پړه تردي مهاله چا په غاړه نه د اخيستي.