2010-07-29 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

خبریال: بشیر شرر
د زابل د والي وياند محمد جان رسول يار سورغر ورځپاڼي ته وويل چې تېره ورځ ددي ولايت د مېزاني ولسوالۍ د ناوه علم ګل په سيمه کې د ملکي خلکو موټر پر ماين ور برابر سوى دى.
دده په خبره چې په دي بمي چاودنه کې څلور تنه ملکي خلک وژل سوي دي او درې تنه نور يې ژوبل سوي دي.
نوموړى زياتوي چې وروسته د ولسوالۍ پوليس د پېښي ځاى ته تللي چې په ترڅ کې يې وسله والو طالبانو ور باندي حمله کړي او په پايله کې يې يو تن وسله وال طالب وژل سوى دى.
وسله والو طالبانو ددي دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.