2010-07-29 , خپرونکی محمد سلطان شریفی
د نيمروز ولايت د امنيت آمر محمد موسى سورغر ته وويل چې تېره ورځ ددي ولايت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ شپږ ساعته جګړه سوي ده.
دده په خبره چې په دي جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي او پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه د اوښتې.
نوموړى زياتوي چې جګړه هله رامنځته سوه کله چې پوليس په ګزمه بوخت ول او وسله والو طالبانو ورته کمين نيولى و.
دده د څرګندونو له مخي چې دغه جګړه تېره ورځ د سهار پر نهو بجو پيل سوه او د ماپښين تر دريو بجو پوري يې دوام کړى دى.وسله والو تردي مهاله څه نه دي ويلي.