سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د سړک د غاړي د ماين چاودني پنځه ولسي وګړي ووژل

2010-07-29 , خپرونکی محمد سلطان شریفی

 

 

خبریال:بشیرشرر

 

د نيمروز ولايت د امنيت آمر محمد موسى پيوستون ږغ راډيوته وويل چې تېره ورځ ددي ولايت د دلارام او خاشرود ولسواليو ترمنځ د ملکي وګړيو پر سراچه ډوله موټر بمي چاودنه سوي ده.


دده په خبره چې په دي بمي چاودنه کې د سراچه ډوله موټر ټول پنځه سپرلي وژل سوي دي او مړي يې پوليسو انتقال کړي دي.


دده په وينا چې پېښه هله رامنځته سوه کله چې دغه ملکي وګړي پر يو فرعي سړک روان ول او ددي پېښي په اړه يې پلټني پيل کړي دي.


دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې تېره ورځ ددي ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر درې سوه درې موټر هم بمي چاودنه سوي وه او په پايله کې يې پنځه ويشت تنه وژل سوي وه او شل تنه نور يې ژوبل سوي وه.


د اوسنۍ پېښي په اړه تر دي مهاله چا څه نه دي ويلي.


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.33/5 (46.67%) 3 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • t8HeDow

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات