سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

کندهار ته به ٤٠ مېگاواټه برېښنا برابره کړو

2010-07-31 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 

کندهار والي:

کندهار ته به ٤٠ مېگاواټه برېښنا برابره کړو

کندهار - سورغر: کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا چې په تېر کې د کندهار لپاره د کافي برېښنا د برابرولو د ژمنې په عملي کولو کې پاتې راغلى، يو وار بيا ژمنه کوي چې تر راتلونکو شپږو مياشتو به د کندهار خلکو ته څلوېښت مېگاواټه برېښنا برابره کړي.

کندهار چې په بېلابېلو موسمونو کې له څلوېښتو تر اويا مېگاواټه برېښنا ته اړتيا لري، دا مهال يوازې شل مېگاواټه برېښنا لري چې دوولس مېگاواټه يې د کجکي له بند او پاتې نوره د تېلو په مټ برابرېږي. د کجکي برېښنا هم زياتره مهال د ناامنيو له امله نه وي چې له کبله يې خلک له پراخو ستونزو سره لاس او گرېوان وي.

ډاکټر توريالي ويسا شاوخوا يو کال مخکې هغه مهال چې په لومړي ځل يې دنده پيل کړه، له خلکو سره ژمنه وکړه چې د کندهار والي په توگه به يې لومړنى کار خلکو ته د برېښنا برابرول وي. خو د خلکو په وينا، د کافي وخت پر تېرېدو او دغه ولايت ته د نړيوالو پر زياتې پاملرنې سربېره لا هم کندهار په تياره کې دى.

ښاغلي ويسا د روان لمريز ١٣٨٩ کال د زمري مياشتې پر دويمه سورغر اوونيزې ته د يوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د برېښنا ستونزه به هواره کړي. ښاغلي ويسا وويل چې د تېلو په مټ د برېښنا توليدولو دوه سټېشنونه به جوړ کړي چې هر يو به يې د لس مېگاواټه برېښنا د توليدولو ظرفيت ولري.

د ښاغلي ويسا په وينا، دا چاره به د روان لمريز کال د جدې مياشتې تر وروستۍ نېټې تر سره شي: ((د برېښنا ستونزه اوس هم ما ته اولويت لري، زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د جدې مياشتې تر وروستيو به موږ په کندهار کې ٤٠ مېگاواټه برېښنا ولرو. يو د برېښنا سټېشن به په سېلو او بل هم په صنعتي پارک کې جوړ کړو. هر يو به د لس - لس مېگاواټه برېښنا د توليد ظرفيت ولري او دا برېښنا به د تېلو په مټ برابرېږي.))

د برېښنا د ستونزې د هواري لپاره دا اوسنى پروگرام چې ښاغلى ويسا يې يادوي، تر ډېره موقتي بڼه لري او د خلکو تمه دا ده چې د برېښنا ستونزه په اساسي ډول هواره شي. نړيوالو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتيا د کجکي بند ته يو توربين ډېر پخوا لېږدولى، خو د ناامنيو له امله نصب کړل شوى نه دى. د کجکي بند چې د پوره فعالتيا په صورت کې د سلگونه مېگاواټه برېښنا توليدولو ظرفيت لري، دا مهال يوازې څه باندې دېرش مېگاواټه برېښنا توليدوي. د کندهار او هلمند ولايتونه چې د خلکو په وينا، د زېربنايي پروژو له اړخه له پامه غورځول شوي، له همدغه بنده د برېښنا اړتيا پوره کوي.

د کندهار د برېښنا رئيس انجنير فضل احمد څه موده مخکې سورغر اوونيزې ته وويل چې د کندهار د برېښنا د اړتيا پوره کولو لپاره که د کجکي پر بند کار وشي، نو د برېښنا ستونزه به په اساسي ډول هواره شي. کندهار هم د برېښنا د توليد لپاره يو مساعد بند لري چې د دهلې بند بلل کېږي. ښاغلي فضل احمد له دغه بند څخه کار اخيستل هم د کندهار د برېښنا د ستونزې د هواري يوه اغېزناکه لار وبلله او ټينگار يې وکړ چې د تېلو پر ځاى بايد د اوبو برېښنا ته اولويت ورکړل شي: ((د برېښنا د ستونزې د اساسي حل لپاره اړتيا ده چې د کجکي او دهلې بند ورغول شي. ځکه د تېلو په مټ د برېښنا برابرول گران تمامېږي او د تېلو د برېښنا د توزيع لپاره دولت اړ دى چې تاوان پر ځان ومني.))

په کندهار کې دا مهال تر سلو زياتې لويې او کوچنۍ فابريکې شتون لري چې زياتره يې د برېښنا د نشتوالي له امله فعاليت نه لري. په دې وروستيو کې د کندهار ځينې فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله نورو ولايتونو ته لېږدول شوې او پانگوال وايي، که دا حالت دوام وکړي، ښايي نورې هم ولېږدول شي. د کندهار دوې فابريکې هرات ته لېږدول شوې او يوه هم پروان ته لېږدول کېږي.

د کندهار اوسېدونکي تل له دولتي ادارې غواړي چې د کندهار لپاره برېښنا برابره کړي. دا وړانديز مخامخ ولسمشر حامد کرزي ته هم شوى، خو نوموړي سربېره پر دې چې ظاهراً يې د برېښنا د ستونزې له هواري سره دلچسپي ښودلې، لا هم ستونزه نه ده هواره کړې.

که څه هم د کندهار زياتره اوسېدونکي د برېښنا په اړه د چارواکو پر څرگندونو زيات باور نه کوي، خو هيله لري چې که کندهار والي دا ځل خپله ژمنه پوره کړي، نو د برېښنا ستونزه به تر يو بريده هواره شي. خلک د داسې برېښنا غوښتونکي دي چې د اوږدمهال لپاره او اقتصادي وي. دا هغه غوښتنه چې د اقتصادي چارو چارواکي هم ورسره همږغي دي.

د کندهار د اقتصاد رئيس عبدالرحيم رحيمي وايي، د برېښنا برابرولو اوسنۍ پروسه چې تر ډېره پر تېلو ولاړه ده، سمه نه ده. نوموړي وړانديز وکړ چې د کندهار د برېښنا ستونزه بايد په اساسي ډول هواره شي او د اوبو له زېرمو گټه پورته کړل شي. ښاغلي رحيمي له سورغر اوونيزې سره خبرو کې وويل چې څو ځله يې دا ستونزه له مرسته کوونکو سره ياده کړې، خو توانېدلى نه دى چې دا خبره پرې ومني.

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.29/5 (45.71%) 7 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Rlvy7bl

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات