2010-07-27 , خپرونکی محمود رحمتي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه د افغانستان د وزيرانو د شورا د هغې وروستۍ پريكړې سره خپل كلك مخالفت څرګند كړی، چې وايي سږ كال به سعودي عربستان ته د حاجيانو د انتقال چارې د اريانا هوايي شركت ته ورسپاري. د افغانستان د سوداګرۍ او د صنايعو خونه وايي، چې د حكومت دغه اقدام د هېواد د اساسي قانون پرخلاف او په هيواد كې پر پانګوالو باندې سخته ضربه ده.
په داسې حال كې چې د حج د
فريضې د ادا
كولو لپاره د افغانانو د
نومونو ليكل دوام لري، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، چې سږ كال خصوصي هوايي شركتونه له دې څخه محروم شوي دي، چې حج كونكي سعودي عربستان ته انتقال كړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې د عامل هيات مشر محمد قربان حقجو د
دوشنبې په ورځ د خصوصي هوايي
شركتونو د مشرانو سره په يوې غونډه كې د وزيرانو د شورا له هغې پرېكړې سره مخالفت څرګند كړ، چې سږ كال يې د افغاني حاجيانو د انتقال چارې يواځې د اريانا هوايي شركت ته ورسپارلي دي.
حقجو وويل، چې يواځې له يوه
دولتي شركت څخه ملاتړ كېدل، په افغانستان كې د پانګونې پر بهير باندې منفي اغيزه
كوي.
"تر هغه وخته چې دولت شركت ولري او په ماركيټ كې مداخله
كوي، سيالي كوي او هغه هم منفي
سيالي، يوه دولتي شركت ته د اساسي قانون د تداركاتو پرخلاف امتياز وركول كيږي، څو بيا يو څو الوتكي راونيسي، نو په دې
سره د پانګو د
راجذبولو چانسونه له منځه ځي،
ټول بهرني پانګوال په افغانستان كې له پانګونې څخه
په شا كوي.
د ولسمشر په مشرۍ چې په داسې
پورته كچه د
وزيرانو په شورا كې داسې
پرېكړې كيږي دا ټولو كورنيو او بهرنيو پانګوالو ته ډېر منفي پيغام لري."
ښاغلي حقجو وويل، چې د
افغانستان د
وزيرانو د شورا دپرېكړې پر
بنسټ خصوصي شركتونه سږ كال دا حق نه لري، چې د افغاني حاجيانو په انتقال كې برخه واخلي كه څه هم د ده په وينا د پامير هوايي شركت په داوه طلبۍ كې ګټونكی اعلان شوی وو.
خو د افغانستان د جمهور ريس وياند وحيد عمر وايي، چې د وزيرانو په شورا
كې يواځې داسې
پريكړه شوې ده، چې هغو هوايي
شركتونو ته به د حاجيانو په انتقال كې سږ كال برخه نه وركول كيږي، چې تير كال يې خپلې دندې په سمه توګه سرته نه وې رسولې.
"د وزيرانو د شورا
پرېكړه داسي نه ده، چې خصوصي هوايي شركتونه د
حاجيانو د انتقال توان نه لري بلكې د افغانستان د كابينې پريكړه دا ده، چې هغه شركتونه چې تيركال يې غوره كار نه دی
كړی، په مالي او اداري فساد كې ښكيل
وو او يا هم افغاني حاجيانو ترې شكايت كړی وي نو سږ كال به نه شي كولای په دې بهير كې برخه واخلي."
سعودي عربستان ته د افغاني حاجيانو د انتقال بهير په دې وروستيو كلونو كې له
زياتو ستونزو سره مخامخ وو او حتی
دوه كاله وړاندې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزير حبيب الله قادري ګويا د حاجيانو پروخت د نه انتقال له امله له خپلې دندې ګوښه كړای شوی و.
افغان حكومت تېر كال خصوصي
هوايي سياحتي شركتونو ته هم د
حاجيانو په انتقال كې برخه وركړې وه خو د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت ترڅنګ له دغو شركتونو څخه هم شكايتونه وو، چې افغانې حاجيانو ته يې غوره خدمت نه دی كړی.
خو د افغانستان د حج او
اوقافو
وزرات اعلان كړی، چې دوی به
هڅه وكړي سږ كال د ټولو ۳۰۰۰۰ افغاني حاجيانو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې كړي.
راپور: مجاهدجواد
له ازادۍ راډيو نه په مننه