سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

واړه پورونه محلي اقتصاد پياوړى کوي

2010-07-22 , خپرونکی محمود رحمتي

 

 


کندهار - سورغر: په سوېلي حوزه کې هم د هيواد د نورو حوزو په څېر د محلي اقتصاد د پياوړتيا په موخه خلکو ته د وړو پورونو ورکول دوام لري.

د وړو پورونو يا قرضو د ورکولو پروگرام لومړى د هيواد په شمالي او ختيځو ولايتونو او بيا په سوېلي هغو کې پيل شو. دا پروگرام چې تر يو بريده د اړو خلکو له هرکلي سره مخ شوى، د پانگې اچونې اسلامي او مالي ټولنې (IFC) له خوا پيل شوى دى.

په کندهار کې د دغه پروگرام د پيلېدو شاوخوا دوه کلونه پوره شوي دي. دا اداره له پنځلس زره افغانيو تر سل زره افغانيو پور خلکو ته ورکوي، خو دا پور به نغدي پيسې نه، بلکې د پورغوښتونکو د اړتيا وړ توکي وي.

په کندهار کې د اسلامي پانگې اچونې او مالي ټولنې سيمه ييز مشر محمديعقوب صالح تېره اوونۍ (سه شنبه، ١٣٨٩، د چنگاښ نهه ويشتمه) سورغر اوونيزې ته وويل چې دوى درېيو طبقو (کروندگرو، دوکاندارانو او دولتي مامورينو) ته چې د پور مستحق وپېژندل شي، واړه پورونه ورکوي. ښاغلي صالح وويل چې د پور ورکول د شرايطو پر اساس تر سره کېږي او پوراخيستونکي اړ دي چې دا شرايط پوره کړي. هغه د پور ورکولو په اړه خپل پروسيجر توضيح کړ: (( موږ واړه پورونه ورکوو، له پنځلس زره افغانيو نيولې، تر يو لک افغانيو پورې. پور هغه چا ته ورکوو چې پور ته اړتيا ولري، زموږ شرايط پوره کړي او دغه راز باوري تضمين ولري.))

د وړو پورونو د ورکولو پروگرام په شمالي ولايتونو کې په ٢٠٠٤ او په سوېلي هغو کې په ٢٠٠٨ لمريز کال کې پيل شوى دى. ښاغلي صالح وويل چې تر درې زره تنو زيات کسان د دوى غړيتوب لري او تر اوسه يې دوه زره او دوه سوه کسانو ته واړه پورونه ورکړي دي. دا پورونه يوازې د کندهار نه، بلکې د سوېل په کچه خلکو ته ورکول شوي. خو هغه وويل چې پورونه نغدي پيسې نه، بلکې د هغوى د اړتيا وړ توکي دي: ((موږ پور غوښتونکي ته پيسې نه ورکوو، هغه که د کرکېلې يا دوکاندارۍ لپاره يو څه ته اړتيا ولري، موږ هغه ورته رانيسو او د شپږو مياشتو يا يوه کال لپاره يې په پور ورکوو، ډېره کمه گټه چې تر دوهه فيصده کمه ده، ځنې اخلو چې هغه هم خپله دوى ته رسېږي.))

پور غوښتونکى کروندگر اړ دى چې د پرمختيايي شورا تصديق ولري او همدا راز دوکاندار بايد د دوو کسانو تصديق او يا هم تضمين ولري. له دغو ټولو شرايطو سره سره د وړو پورونو اخيستونکي دغه پروگرام اغېزناک بولي او د پراختيا غوښتنه يې کوي.

نام حق د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړي دوه ځله د اسلامي پانگونې او مالي ټولنې له دفتر څخه واړه پورونه اخيستي او درېيم ځل پور تر لاسه کولو لپاره يې مراجعه کړې ده. ښاغلي نام حق وويل، يوازې د دوى په ولسوالۍ کې تر درې سوه تنو زياتو کسانو د خپلو ستونزو د هواري لپاره پورونه تر لاسه کړي دي. خو نوموړي وويل، ستونزه دا ده چې پورورکوونکي له دوى څخه په ټاکلې موده (شپږو مياشتو او يا هم يوه کال کې) پيسې بېرته غواړي چې زياتره مهال يې پر دغه ټاکلې موده د دوى لپاره برابرول ستونزمن وي. نوموړي وړانديز وکړ چې د پور بېرته اخيستلو موده بايد ټاکلې نه وي: (( زموږ لپاره دا کوچني پورونه لويه آسانتيا ده، ما دوه ځله پور اخيستى او اوس دا دى د درېيم وار لپاره راغلى يم، خو زموږ غوښتنه دا ده چې دا پيسې بايد خامخا په شپږو مياشتو يا يوه کال کې بېرته ونه غوښتل شي، ځکه موږ حاصل نه وي اخيستى، يا رسېدلى نه وي او يا هم خرڅ شوى نه وي چې دوى بيا پيسې راڅخه غواړي.))

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى محمدقسيم چې يو کروندگر دى، د کښت او کروندې لپاره يې دوه ځله پور تر لاسه کړى دى. نوموړي سورغر اوونيزې ته وويل چې په لومړي ځل يې پنځه ويشت زره، بيا يې پنځه دېرش زره پور تر لاسه کړى او دا ځل غواړي پنځوس زره پور واخلي. محمدقسيم وويل، د کښت او کروندې مالي توان يې نه درلود، خو اوس چې يې دا پور تر لاسه کړى، ستونزه يې هواره شوې او کرکېله يې کړې ده. د ښاغلي محمدقسيم غوښتنه دا وه چې دا ډول پروگرامونه چې د خلکو د اقتصاد د پياوړتيا لامل گرځي، بايد دوام وکړي. هغه زياتوي: ((موږ ځمکه لرو، خو د کښت لپاره پيسې نه لرو، دا پور موږ ته دا توان راکوي چې خپل ولاړ کار روان کړو او پر خپله ځمکه څه وکرو، زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول پروگرامونه زيات شي.))

په سيمه ييزه کچه د خلکو د اقتصاد د پياوړي کولو لپاره بېلابېل پروگرامونه پلي شوي او دا واړه پورونه ورکول هم د همدغو پروگرامونو دوام جوړوي. په جگړه او نااراميو ځپلي کندهار کې د خلکو هيله دا ده چې دا ډول هلې ځلې بايد اړتيا ته په کتو دوام وکړي او د خلکو د اقتصاد د تدريجي پياوړي کولو لپاره گامونه پورته کړل شي. په کندهار کې د اسلامي پانگې اچونې او مالي ټولنې چارواکي وايي، مستحقو کسانو ته يې د پور ورکولو پروگرام سم پر مخ روان دى او له اړتيا سره سم ښايي پراختيا هم پيدا کړي.

 

د اسلامي پانګه اچوني مالي ټولنه


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3/5 (60%) 8 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • k4v6v62

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات