2010-07-19 , خپرونکی محمود رحمتي
افغان چارواكي وايي، چې د كابل په نړيوال كنفرانس كې د ګډون په نيت، دې ښار ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پيل شوى دى. ټاكل شوې ده، په دې كنفرانس کې د نړى د شپيتو هېوادونو او ملګروملتو استازى ګډون وكړي. په دې كنفرانس كې د ملګروملتو د سازمان عمومي منشي او د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هلري كلنټن او د ګڼ شمير اروپايي او ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون كوي.
په داسې حال كې چې د كابل
نړيوال كنفرانس ته لږې ورځې پاتې دي، كابل د بهرنيو لوړپوړو چارواكو او ميلمنو هركلي ته ځان چمتو كوي.
كابل ته د ملګروملتو د سازمان
د پلاوي او نورو بهرنيو ميلمنو راتګ، د يكشنبې له ورځې راهيسې پيل شوى دى.
د هسپانيې او فرانسې د بهرنيو
چارو وزيران لومړي ميلمانه دي، چې له جمهور رييس حامد كرزى سره ليده كاته هم كوي.
د جمهوري رياست د ارګ منابعو ازادي راډيو ته وويل، چې د هسپانيې د بهرينو چارو وزير مېګرېل انګل موراپنوس د يكشنبې په ورځ
مازيګر له جمهوررييس كرزي سره، د كابل
په كنفرانس او د افغانستان د سولې په هڅو كې د هسپانيې د فعال ګډون په هكله خبرى كړي دي.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير
برنادر كوچنربل لوړ پوړي ميلمه دى، چې له جمهور رييس كرزى سره به ووينى.
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند احمد ظاهرفقيري ازادي راډيو ته وويل، چې د پولنډ د بهرنيو چارو وزير هم كابل ته را
رسيدلى او په پام كې ده، چې ګڼ
شمېر نور ميلمانه سبا، كابل ته راورسيږي.
ښاغلي فقيري وويل، چې د كابل كنفرانس ته د ګډون كوونكو ميلمنو د
راتګ لړۍ به د سې شنبى ترورځې پورې،
چې د كنفرانس د جوړېدو ورځ ده، بشپړه شي.
د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هلري كلنټن، چې د
كابل په كنفرانس كې د ګډون په
نيت له واشنګتن څخه خوځيدلي، اوسمهال په سيمه كې ده او تمه ده، چې د يوې سترې ميلمنې په توګه په جوړېدونكي نړيوال
كنفرانس كې ګډون وكړي.
د ملګروملتونو ځينو منابعو
ويلي دي، چې كابل ته د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي منشي بان كي مون، د ورتګ
تياريانې هم
نيول شوي دي.
په كابل كې جوړېدونكي كنفرانس ته امنتيي تدابير هم نيول شوي، خو په په دې ښار كې د يكشنبې د ورځى ځان وژونكي بريد، افغان او بهرنيو
ځواكونو ته يوه نوې جټكه وركړه،
ترڅو په لا هوښيارۍ او لادقت سره د كابل د كنفرانس امنيت خوندي كړي.
په پام كې ده، چې د سې شنبې
ترورځې پورې د نړۍ د شپيته
هېوادونو او ملګروملتو استازي كابل ته راشي او د هېواد پر اړتياو، د حكومت په ترتيب شوو طرحو او له بهرينو ځواكونو څخه
افغان ځواكونو ته د امينتي چارو
د سپارلو په څرنګوالي بحثونه ترسره كړي.
سرچينه : د ازادۍ راډيو