سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

په افغانستان کې د اوړو بيه لوړه شوې ده

2010-07-15 , خپرونکی سلیمان شاه درانی

 

 

له تېرو ٢ اونيو راهيسې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو او سيمنټو بيې لوړې شوي چې لامل يې پر اوړو او غنمو د ماليې لوړېدل او په تورخم بندر کې له افغان او پاکستاني بار وړونکو موټرونو څخه د خاک پولي په نوم د پيسو اخيستل گڼل کېږي .

 

دافغانستان د ماليې وزارت وايي په کور دننه د غنمو د حاصلاتو د ښه والي او له بزگرو سره د مرستې په موخه يې د کرنې وزارت له غوښتنې سره سم پر وارداتي اوړو او غنمو دماليي د لوړولو پرېکړه کړې ده.

 

د وزارت وياند عزيز شمس وايي:

 

(( د کرنې وزارت له دې وړانديز سره چې په افغانستان کې د غنمو حاصلات ښه دي او بايد په وارداتي غنمو ماليه لوړه شي، موږ له پنځو تر ١٦ په سلو کې ماليه سر له بلې مياشتې لگوو چې له بزگرو سره مرسته وشي.

 

اوله تور خم پرته پخوا په نورو ټولو بندرونو کې د خاک پولي په نوم ماليه اخيستل کېده اوس مو په تورخم کې هم دا کار پيل کړی دا قانوني کار دي. ))

 

افغان چارواکي په دې باور دي چې د کورنيو کرنيزو محصولاتو د ارزښت د ښه کېدو لپاره دا چاره گټه لري او د بزگرو ژوند ور سره ښه کېږي .

 

له تور خم پرته پخوا په نورو ټولو بندرونو کې د خاک پولي په نوم ماليه اخيستل کېده اوس مو په تورخم کې هم دا کار پيل کړی دا قانوني کار دي.

 

 

ښاغلی شمس

 

د دوی دليل دادى چې دا پلان د توکو په بيو ډېره اغېزه نه کوي. خو د سوداگرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خان جان الکوزى د سوداگرو په استازيتوب وايي ، پر اوړو د ماليې لوړول او په تورخم کې له لاريو د خاک پولي په نوم د پيسو د اخيستو له کبله سوداگرۍ ته زيان اوښتى دی:

 

(( دا اوس په تور خم کې ددغې چارې له کبله زرگونه موټر ولاړ دي مالونه، نه وړي . په پاکستان کې له موږ ه خاک پولي نه اخيستل کېږي دا دافغان حکومت نا سم پلان دى او له پيل کېدو سره سم يې پا کستان هم دا کار پيل کړ. ددې ماليې پيسې په مال لوېږي او زيان يې خلکو ته رسېږي .))

 

داقتصادي چارو کار پوهان وايي په بندرونو کې د هر ډول توکو په راوړل کېدو د ماليو د لوړولو يا لگېدلو زيان تر ډېره مستهلکينو يا عامو خلکو ته رسېږي .

 

سره له دې چې دافغانستان دغنمو د حاصلاتو کچه تر اوسه نه ده معلومه خو له وړاندې د حکومت دغه پلان د افغانستان په بازارونو کې د توکو بيې لوړې کړې دي چې پکې د سېمنټو بيې نژدې دوه برابره لوړې شوي دي .

 

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 2.43/5 (48.57%) 7 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • iko72Dw

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات