سورغر ورځپاڼه
English 
د ژبې بدلول

د اقتصاد او بنسټونو کړۍ کابل کنفرانس ته د ٣،٨ميليارد ډالرو پروژې وړاندې کوي

2010-07-12 , خپرونکی سلیمان شاه درانی

 

 

 عبدالقدير صديقي  | کابل

 

 

افغان حکومت، د اقتصاد او بنسټونو د پراختيا په برخه کې يو شمېر پروژې، چې پلي کول يې  ٣،٨ ميليارد ډالرو ته اړتيا لري، د کابل نړيوال کنفرانس ته د مرستو د جلبولو په موخه وړاندې کوي.

   

 دغه څرګندونې د کانونو وزير وحيدالله شهراني د چنګاښ په ٢٠ مه، په کابل کې  خبري غونډې ته وکړې.

 

دولت، سکټوري وزارتونه په پنځو ډلو وېشلي او د اقتصاد او بنسټونو د پراختيا د ډلې په ګډون، هرې ډلې په اړوندو برخو کې پروژې جوړې کړې دي او د کابل نړيوال کنفرانس ته به يې وړاندې کړي.

 

ټاکل شوې ده، چې د کابل نړيوال کنفرانس د افغانستان لپاره د لندن د نړيوال کنفرانس په تعقيب د چنګاښ په ٢٩مه، په کابل کې د ٦٤ هېوادونو او نړيوالو موسسو د استازيو په ګډون جوړ شي. 

 

د افغانستان لپاره د لندن په نړيوال کنفرانس کې چې د تېر کال د سلواغې په اتمه جوړ شو، د افغان دولت له خوا د اقتصاد، بنسټونو، کرنې، بشري سرچينو، کليو او پراختيا، د امنيت ټينګښت، د قانون حاکميت او نورو برخو کې کاري چوکاټ  نړيوالې ټولنې ته وړاندې شو.

 

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د کابل په نړيوال کنفرانس کې  د يادو شويو کاري چوکاټونو په عملياتي پلانونو خبرې وشي او نړيواله ټولنه په دې برخه کې خپلې مرستې اعلان کړي.

 

د کانونو وزير، چې د اقتصاد او بنسټونو د پراختيا د ډلې مشر هم دى، وايي چې د  اقتصاد او بنسټونو په برخه کې د کانونو، ترانسپورټ او هوايي چلند، سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ، فوايد عامې، ښاري پراختيا او د اوبو او برېښنا وزارتونه او ښاروالۍ شاملې دي .

 

د شهراني په وينا، دې ډلې خپلې ټولې پروژې په شپږو ملي پروګرامونو کې تنظيم کړې دي او د کابل نړيوال کنفرانس ته به يې وړاندې کړي.

 

د هغه د څرګندونو له مخې، يادې پروژې د کانونو د استخراج، د مخابراتي خدمتونو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختيا او ودې، د ترانسپورت د تنظيم، د ډاډمنې انرژۍ د تامين، د ښاري ژوند د ښه والي، د سوداګرۍ د ودې، د منځنيو او کوچنيو تشبثاتو د پراختيا په برخو کې جوړې شوې دي.

 

شهراني وويل، چې د يادو پروژو د پلي کولو لپاره په ٥ تر ٧ کلونو کې ٨ ميليارده امريکايي ډالرو ته اړتيا ليدل کېږي.

 

خو نوموړي وويل، له دې امله چې د کابل نړيوال کنفرانس ته درې کلنې پروژې وړاندې کېږي، ياده شوې ډله به هم له خپلو ټولو پروژو څخه د ٣،٨ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې وړاندې کړي.

  

ده د نورو پروژو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د کانونو وزارت له خوا د کابل کنفرانس ته د وړاندې کېدونکيو پروژو ارزښت ٣١٥ ميليونه امريکايي ډالره دى. 

 

هغه وويل، چې دغه پيسې به د کانونو وزارت د کاري پروسيجرونو په عصري کولو، وړتيا لوړولو او د لويو پروژو د تړونونو په ترتيب کولو ولګول شي.

 

  د اقتصاد او بنسټونو د کړۍ ترڅنګ ٤ نورې ډلې هم جوړې شوې دي، چې خپلې پروژې يې په ګډه د کابل کنفرانس ته د وړاندې کولو په موخه تيارې کړې دي .

 

شهراني وويل چې د کرنې او کليو پراختيا په برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کليو پراختيا او د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزارتونه او د بشري سرچينو او وړتيا لوړولو په برخه کې د پوهنې، لوړو زده کړو، کار او ټولنيزو چارو، د ښځو چارو او عامې روغتيا وزارتونه شامل دي.

 

دغه راز دده د معلوماتو له مخې، د حکومتدارۍ په ډله کې د عدليې وزارت، ستره محکمه، لويه څارنوالي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون شامل دي.

 

نوموړى وايي، چې د امنيت په برخه کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت لوى رياست شامل دي او دوى هم په اړونده برخو کې طرحې جوړې کړې دي .

 

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې په ټوليزه توګه د ١٥ مليارد ډالرو په ارزښت پروژې د کابل کنفرانس ته وړاندې شي.

 

 

پژواک

 


د دغه خبر لپاره ستاسو رايې

Rated 3.33/5 (66.67%) 6 Votes

 
 

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • په گوته کړئ خپل ځاى
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 0P3RPto

    ورځنۍ رايه

    ستاسو په اند، څوک د کندهار قومي مشران وژني او یا یی له هیواد څخه په وتلو ګواښی ؟


    ستاسو په فکر، د کرزي په مشرۍ حکومت به وکولاى شي چې د افغانستان جگړه ختمه او سولې ته لار هواره کړي؟


    اعلانات