ژباړه او لنډونه: اکرام الدين کامل
نسب
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د عبدالله زوی، د عبدالمطلب لمسی د اسماعيل بن ابراهيم عليه السلام له اولادې دی. مور يې بي بي آمنه د وهب لور د بني زهرة له قبيلې وه. د مور او پلار نسب يې په کلاب بن مره بن فهر کې يو ځای کېږي.
زوکړه
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د فيل په کال د ربيع الاول مياشتې پر ۹مه نېټه ۵۷۳م کال په مکه مکرمه کې يتيم وزېږېد. محترم پلار يې د ده له پيدايښته مخکې وفات شوی و. له زېږېدو سره سم يې نيکه عبدالمطلب پالنه پر غاړه واخيسته. کله چې شپږ کلن شو، نو مور يې وفات شوه او چې اته کلن شو، نو د نيکه له مهربانه سيوري هم بې برخې شو، چې بيا يې پالنه د سکه تره ابوطالب تر غاړې شوه. ابوطالب د هغه صلی الله عليه وسلم پالنه د خپلو زامنو څخه هم په ښه توګه وکړه. رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوطالب سره د هغه تر مرګه واوسېد.
رضاعي مور يې حليمة السعدية وه.
د شام سفر او له خديجة الکبری سره واده
کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دوولس کلن شو، تره يې (ابوطالب) له ځان سره د شام په لور د تجارت په کاروان کې روان کړ، (بُصرې) نومي ځای ته چې ورسېد، نو له يو راهب سره يې چې په (بحيرا) مشهور و، ليدنه وشوه- بحيرا راهب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغو نښو څخه وپېژاند چې د اهل کتابو په کتابونو کې يې لوستې وې، له لاسه يې ونيو او ويې ويل: ((دا له ټول بشر څخه غوره دی او الله پاک به يې ټول عالم ته رحمت لېږي.))
ابوطالب وويل: له څه پوه شوی؟
بحيرا وويل: ((کله چې تاسي له هغې څوکې راښکاره شولاست، د دې سيمې ټولې ډبرې او ونې پر سجده پرېوتې؛ دا شيان له پيغمبر پرته بل چاته سجده نه کوي او زه يې له هغه مهره پېژنم چې د ده د وولو په منځ کې ښکل شوی دی او دا موږ ته په خپلو کتابونو کې د ده په هکله ويل شوي دي.))
بيا يې له ابوطالب څخه غوښتنه وکړه چې بېرته يې مکې ته ستون کړي، هسي نه چې يهوديان ورته تاوان ورسوي.
کاکا يې خبره ومنله او مکې ته يې له څو تنو نوکرانو سره بېرته ولېږى. په دويم ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا د خديجة الكبرى رضى الله عنها په تجارت کې له ميسره نومي غلام سره شام ته ولاړى. کله چې مکې ته بېرته راغی، نو ميسره غلام خديجة الكبرى رضى الله عنها ته د ده د خوږو اخلاقو، لوړو کړنو او امانتدارۍ په هکله خپل د سترګو ليدلی حال ووايه، د خديجې رضى الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم خوښ شو او د واده پېشهاد يې ورته وکړ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پېشنهاد قبول او په پنځه ويشت کلنۍ کې يې د خديجې رضى الله عنها سره واده وکړ. په دې وخت کې خديجه رضى الله عنها ۴۰ کلنه وه. خديجې رضى الله عنها له ده مخکې دوه ودونه کړي وو، چې له يوه خاوند څخه يې يو زوی او يوه لور او له بله يې يوه لور زېږېدلې وه.
بعثت
رسول الله صلی الله عليه وسلم په غار حراء کې عبادت کاوه چې جبرائيل عليه السلام ورته راغی او ورته يې وويل: ولوله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې زه لوستل نه شم کولای، بيا ملائکې په غېږ کې ټينګ ونيو او زور يې ورکړ، بيا يې ورته وويل: ولوله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل چې زه لوستل نه شم کولای. بيا يې په درېيم ځل ښه ټينګ ونيو زور يې ورکړ او بيا يې خوشي کړ، بيا ملائکې ورته وويل: اقْرَأْ...
رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې مبارکو آياتو د اورېدو وروسته ترهېدلی کور ته راستون شو، خديجې رضى الله عنها ته يې ټوله کيسه وکړه. هغې رسول الله صلی الله عليه وسلم نور هم زړور کړ او د دې زېری يې ورکړ چې تا به الله جل جلاله هيڅ کله سپک نه کړي. بيا خديجې رضى الله عنها خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته چې عيسايي و، وروستى. هغه ورته د دې خبرې زېری ورکړ چې ته به د دې امت نبي يې، بيا ورقه وويل: ((کاش چې زه هغه وخت ځوان وای! کاش چې زه هغه وخت ژوندی وای! کله چې تا خپل قوم وشړي.))
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا زما قوم به ما له کلي وباسي؟))
ورقه ځواب ورکړ: ((هو، هر چا چې ستا په شان پيغام راوړی دی، دښمني ورسره شوې ده، که زه په هغه وخت کې ژوندی وم، زه به دې پوره ملاتړ وکړم))
له دې واقعې ورسته ورقه مړ شو او وحى هم د لنډې مودې لپاره بنده شوه، بيا الله جل جلاله د سورت المدثر لومړني څو آياتونه نازل کړل، په دې کې الله جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم باندي امر وکړ چې خپل قوم اسلام ته دعوت کړي. تر دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم سري (پټ) دعوت شروع کړ، تر ټولو اول کس چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعوت ته يې په لومړنۍ ورځ لبيک ووايه په نارينه وو کې رښتيني دوست ابوبکر، په ښځو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بي بي خديجة، په ماشومانو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کاکا زوی علي او په غلامانو کې زيد بن حارثه رضوان الله عليهم اجمعين.
بيا د ابوبکر الصديق رضي الله عنه په دعوت ټول اسلام قبول کړ چې د هغوی له جملې: عثمان بن عفان، طلحه بن عبيدالله، سعدبن ابي وقاص، عبدالرحمن بن عوف، عثمان بن مظعون، ابوسلمه بن عبدالاسد او ارقم بن ارقم رضوان الله عليهم اجمعين وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم به له صحابه وو سره دا رقم په کور کې په پټه ليدل کاته کول او په همدې کور کې به يې دوی ته قرآن او اسلامي ارشادات ورزده کول. رسول الله صلی الله عليه وسلم پوره درې کاله پټ دعوت وکړ، بيا پرې وحی نازله شوه چې له هغې سره پټ دعوت ختم او ښکاره دعوت يې شروع کړ. ترجمه: نژدې خپلوان دې ووېروه!
د قريشو ظلم او د حبشې هجرت
رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې لس کاله په ښکاره د اسلام مبارک دين ته دعوت وکړ. په لسو کالو کې يې رنګارنګ تکليفونه وزغمل، قريشو د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو په تکليفولو کې د هيڅ ډول آلې د استعمالولو درېغ ونه کړ. د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعوت د مخنيوي لپاره يې مختلف ګامونه واخيستل. رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په شاعر، کوډګر، لېونی، ساحر او داسي نورو نومونو تورن کړ، د هغه تګ راتګ په لار کې يې اغزي اچول، چې کله به يې لمونځ کاوه، نو کفارو به شور کاوه، آن تر دې چې يوه ورځ يې د لمونځ په حال کې د اوږو په منځ کې (لېري) واچوو.
قريشو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګري چې اسلام يې راوړی وو، لکه (بلال بن رباح، خباب بن ارت، عمار، د عمار پلار ياسر او د عمار مور سميه او داسي نور صحابه رضوان الله عليهم اجمعين) هم زيات کړول، چې ځينې يې د زياتو تعذيبونو له امله په شهادت ورسېدل.
کله چې پر مسلمانانو د کفارو ظلم آخري اوج ته ورسېد او مسلمانانو ته په مکه کې ژوند کول ګران شول، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته د حبشې پر لور د هجرت کولو اجازه ورکړه، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته معلومه شوې وه چې د حبشې پاچا نجاشي خورا عادل پاچا دی، نو ځکه يې حبشه غوره وګڼله او مسلمانانو ته يې امر وکړ چې حبشې ته هجرت وکړي چې تقريباً سلو ته نژدی کسانو حبشې ته هجرت وکړ. نجاشي پاچا په حبشه کې د مسلمانانو خورا زيات عزت وکړ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت په لسم کال د طايف پر لور ولاړى، څو هلته کفارو ته د اسلام دعوت ورکړي او ځان ته نور ملګري پيدا کړي، مګر په طايف کې هم ورسره ډېر بد چلند وشو، ((العياذ باالله)) درواغجن يې وباله او په تيږو يې وويشتى. په همدې کال د رسول الله صلی الله عليه وسلم ګران تره ابوطالب او بي بي خديجة الکبری رضى الله عنها وفات شول، له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم د نبوت لسم کال په عام الحزن ونوماوه.
اسراء او معراج
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احترام او ثبات لپاره دا معجزه په هغه وخت کې منځ ته راغله کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ګران تره چې همېشه به يې د ده صلی الله عليه وسلم ننګه کوله. مړ شو او د ده ګرانه بي بي خديجة الکبری رضى الله عنها چې همېشه به يې ده صلی الله عليه وسلم ته جرئت ورکاوه، وفات شوه او وروسته له هغه چې په طايف او مکه کې کفارو ډېر په تعذيب کړ، نو الله جل جلاله په امر د براق په واسطه>
پاته برخه
د مسجدحرام (مکې) نه تر مسجداقصی (بيت المقدس) پوري د روح او جسد سره (اسراء) او بيا په بيت المقدس کې د لمونځ د اداء کولو وروسته آسمان ته ختل (معراج) سفرونه وکړل، چې دا ټول د شپې په يوه برخه کې تر سره شول.
د عقبې بيعتونه او د دعوت خپرېدل
د حج موسم او د عربو بازارونه ډېر مهم وخت او ځای و چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کې له خلکو سره ليده کاته کول او د اسلام پر لوری يې دعوت کول. رسول الله صلی الله عليه به تر ټولو لومړی د قومونو مشرانو او مخورو ته دعوت ورکاوه او دا ځکه چې د دوی په مسلمانېدو سره ټول قوم مسلمانېدى.
په حج کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ډېرو خلکو ليدل چې ځينو به د ملاتړ وعده هم ورسره کوله، په لومړي ځل د بعثت په يوولسم کال د خزرج د قبيلې (چې د مدينې له قبائلو يوه قبيله وه) شپږو تنو يې دعوت ته لبيک ووايه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې وعده وکړه چې د هغه صلی الله عليه وسلم پيغام به خپل قوم ته رسوي.
د بعثت په دوولسم کال د (عقبې) نومي ځای کې د مدينې ۱۲ تنو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره بيعت وکړ او په انصارو سره وپېژندل شول، په تاريخ کې دې بيعت ته د عقبې لومړنی بيعت وايي. د بعثت په ديارلسم کال په (عقبه) کې ۷۳ نارينه وو او ۲ ښځو د رسول الله صلی الله عليه سره د کومک او تر شا يې د درېدلو بيعت وکړ، چې د عقبې د دويم بيعت په نوم يادېږي او همدې دويم بيعت مدينې ته د هجرت کولو لپاره لار هواره کړه، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم يو آرام ځای او ملګري وموندل او دې بيعت ته د اسلامي دولت بنسټ هم ويل کېږي. رسول الله صلی الله عليه په مکه کې کفارو ته ۱۳ کاله د اسلام دعوت ورکړ.
مدينې ته هجرت
په دارالندوة کې کفارو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژلو لپاره غونډه وکړه او داسي پرېکړه يې په کې وکړه: د ټولو قومونو ځوانان به يې په وژلو کې برخه اخلي، تر څو له يوې خوا بني عبدمناف په يو معين شخص او يا معين قوم دعوه ونه شي کړلای، او هم به له بلې خوا بني عبدمناف د ټولو قومونو سره د مقابلې توان نه لري، نو په دې سره به مجبور شي چې ديت واخلي.
له دې شومې پرېکړې وروسته جبرائيل عليه السلام راغی او د لوی خدای جل جلاله له لوري يې رسول الله صلی الله عليه وسلم د قريشو د دسيسو خبر کړ او ورته يې وويل چې الله جل جلاله د هجرت اجازه درکړې. رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې مخکې خپلو ملګرو ته مدينې ته د هجرت کولو امر کړی و چې ځيني يې پټ پټ تللي هم وو او ځيني يې د څه عذر له امله په مکه کې پاته شوي وو.