د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کې دوې ورځنى نندارتون د روان کال د سلواغې پر ٢٣ مه پرانيستل شو.
دا نندارتون چې د کندهار د ښکلو هنرو ټولنې او د هلمند ولايت د مقام په همکاري جوړ شوى، د نوموړي ټولنې د څو هنرمندانو ١٥٠ ټوټې بېلابېل انځورونه پکښې نندارې ته وړاندي شول.
د نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د هلمند ولايت والي محمدګلاب منګل، په ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسيمه نيازۍ او د دغه ولايت د اطلاعات او کلتور رئيس علي شاه مظلوميار د خپلو ويناوو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره په هلمند ولايت کې د کندهاري هنرمندانو له خوا د دا ډول نندارتون پر جوړولو خوښي وښوده او دا يې په دغه ولايت کې د هنر او فرهنګ د ودې په لار کې يو ستر او غوره پرمختګ وباله.
دوى دا هم وويل چې دغه ډول هنري هڅي زموږ د خلګو او ځوانانو تر منځ د گډ کار او ورورولۍ زمينه هم برابروي.
دوى د داډول فعاليتونو د دوام لپاره خپله د همکارۍ سينه وډبوله.
د ښکلو هنرونو د ټولنې مشر امان الله درخشان وويل چې دوى د خپل هنري کار د پراختيا او لا زياتې پېژندنې لپاره دا وار د کندهار ولايت څخه دباندي په ګاونډي هلمند ولايت کې د هلمند ولايت د والي او په ځانګړې توګه د هغه د وياند او فرهنګي سلاکار داؤد احمدي په ځانګړې پاملرنه او پېرزوينه سره د مرمر په نوم انځوريز ننداتون جوړ کړ. ده زياته کړه چې د کندهار په اړه د هيواد په نورو سيمو کې ذهنيت سم نه او دوى به هڅه وکړي چې د ښکلو هنري کارونو د پېژندني لړۍ کابل او نورو ولايتونو ته هم وغځوي. په کندهار کې د بېنوا ټولنې مسول محمديار يار هم خبرې وکړې.
ده وويل چې دا مهال افغانستان د نړۍ لوى قرباني دى او دلته د اداري فساد په اوج کې زموږ خلګ د ژوندانه له لومړنيو اسانتياوو څخه هم بې برخي دي. ده زياته کړه چې هنرمندان په تېره بيا انځورګران د خپل هنر له لارې دغو ناخوالو ته هنري انعکاس ورکوي او پر ليدونکو خاص اغېز کوي، چې په نتيجه کې يې خلګ راولاړېږي، روښانه کېږي او د مثبت بدلون لپاره شعوري اقدام کوي. دغه ننداتون چې لسګونو کسانو يې ننداره وکړه، په ترڅ کې يې د هلمند والي محمدګلاب منګل هم تر پرانيستې وروسته يو يو انځور په دقت سره په داسي حال کې وکوت چې د انځورګرانو له خوا به تشريح ورکول کېده.