سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »  نړۍ »  د اټمي انرژۍ نړیواله اداره: ایران ته مو ...

د اټمي انرژۍ نړیواله اداره: ایران ته مو سفر مایوسونکی و

2012-02-23, خپرونکی محمود رحمتي
Picture 1/1

ورته خبرونه

د ملگرو ملتونو د اتومي انرژې د چارو ستر مفتیش وایي ایران ته د دوی دوه ورځنی سفر داسې ختم شوی دی چه دده ټیم نه د ایران مهم نظامي ځای وکتلی شو، او نه د تهران سره داسې موافقه وشوه چه وروسته له دې به څنگه دې کار ته ادامه ورکوي.


د بین المللی اتومي انرژئ د موسسې د مفتشینو ریس هرمن، چه نن ویانا ته د بیرته ستنیدو نه پس وویل چه د ایرانی مامورینو سره یې خبرې مایوسوونکې وې.

ده وویل، ددې موسسې بله پریکړه به هغه وخت وشي چه دده ټیم خپل رپوټ ددې موسسې ریس او مدیره هیات ته وړاندې کړي، اوټاکل شویده چه په راتلونکې میاشتې کې بیا غونډه وکړي .

د ملگرو ملتونو ادارې د چارشنبې په ورځ وختي په یو بیان کې وویل، ایران ددې ټیم درخواست چه، تهران ته نژدې پارچین نومئ ځای وگوري رد کړه. گومان کیږي چه دغلته د ځمکې لاندې اتومي فابریکه ده.

ده وویل ایران د بین المللي انرژې د موسسې همدغسې درخواست د جنورئ د میاشتی په اخره کې ددې ټیم د سفر په وخت کې هم رد کړی ؤ.

د بین المللي اتومي انرژئ د موسسې دپاره د ایران استازې علی اصغر سلطآني د ایران خبري اژانس ته وویل تهران به د ملگرو ملتونو د موسسې سره خبرو ته ادامه ورکړي ، خو دا څرگنده نه شوه چه کله به ددې موسسې لوړرتبه غړي بیا ایران ته ځي.

د ایران سترروحاني مشرآیت الله خامنه یي، وویل د ایران اتومي کار به ادامه ولري او ملک یې د اتومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه دی.

ده وویل بندیزونه او فشارونه به په ایران کومه اغېزه ونکړي.

امريكا ږغ راډيو

Rated 4/5 (80%) 2 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • x0Zl4M

    اعلانات