بريالى روان
دا منو چې مونږ افغانان دنړۍ دنورو ملتونو په شان يو ملت يو، خوداهم بايد ومنو چې د هېواد جوړونې په ډګر کې تر نورو ملتو نو ډير شاته پاتې يو، ځکه چې مونږ ټول نورو ته غوږ نيسو او د نورو ډولونوته نڅاوې کوو،که دغه ډول لوبوته ادامه ورکړو ،له سختو نورو تاريخي ورانونکو پېښو، بدمرغيو، ناخوالو او کړاوونو سره به مخامخ شو.
که د تيرو لسيزو خپل منځي جګړو او سياسي حالاتو ته ژوره کتنه وشي ، په ډاګه ترې څرګنديږي چې مونږ د نورو د ګټو د ساتلو او خوندي کولو لپاره عجيبې لوبې کړې دي ، خپل هېواد موټ وټې کړ، او ملي ګټې مو د نورو له ګټو څخه قربان کړې . د سيمې هغه هېوادونه چې ټولې تګ لارې ، کړنلارې او موخې يې د کرکو، توپيرونو ، بشري ناورينونوپ ه چوکاټ کې نغښتې دي ، په افغانستان کې داسې سياسي لوبې وکړې چې د ټولې نړۍ په تاريخ کې يې بېلګې شتون نه لري ، چا د عقيدې له مخې افغانان استعمال کړل او چادقوم ، ژبې ، سمت اورنګ په نومونو تيرايستل اوخپل منځي جګړوته يې وهڅول.
اوپه دې هېوادکې يې داسې ويجاړۍ رامنځته کړې چې د نړۍ په نورو هېوادونو چانه وې ليدلې . ان تر دې چې زمونږ د حکومتونو چوکۍ د دوى په قلمرو کې نصب شوې وې ، او بيراغونو دوى راته ټاکل او ملي ګټې د دوى لخوا راته تعريف کيدلې ، لنډه دا چې مونږ د پرديو په لمسون او اشارو خپل هېواد په هغه کچه وران کړى ، چې په نړۍ کې به بل ملت دومره تيروتنه نه وي کړې. خو لاهم مونږپه هماغه خوب ويده يو!
کله چې د نړيوالي ټولنې د فشارپه پايله کې د لومړي بن څخه وروسته په افغانستان کې نوى سياسي بدلون رامنځته شو، نو ، ورسره سم د ځينو لوبغاړو يا لوبې پاى ته ورسيدې او يا د پردې تر شاه ورسره معامله وشوه.
هغه داسې چې په لومړيو وختونو کې داسې ارامي شوه ،چې ټولو فکرکولوچې په دې هېوادکې هيڅ ډول بدمرغۍ اوجګړې نه دي رامنځته شوې ، خوخبر نه وو چې يوه ورځ به پخوانۍ لوبه په بل ډول پيل کيږي .
چې دا دي نن يې ټول جهان ويني چې لوبه څرنګه؟
له کومه ځايه؟
د چا په ملاتړ؟
د څه لپاره؟ او ترکوم وخت پورې؟
پيل شوه او ادامه پيداکوي.
خوپه دې ټوله نړۍ پوهيږي، چې د روانې جګړې او بدمرغۍ رېښې له کوم ځاى څخه اوبه څښي ، دا چې ولې نړيوال په دې برخه کې کاڼه او ړانده دي ، ښکاري داسې چې دوى هيڅکله خپلې ګټې له لاسه نه ورکوي. خو مونږ افغانان اوس هم په دې نه پوهيږو او ورځ تر بلې د روانې لوبې په ترسره کيدو کې خپل حاکميت ، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا او نورو تاريخي ارزښتونو ته زيان اړه وو.
هغه په دې معنا چې اوس مهال د نړيوالو په اشاره سره په افغانستان کې د سياسي سولې د ټينګښت لپاره دپردې ترمخ او شا هڅې روانې دي ، خو مونږ لاهم نه پوهيږو ، چې د کومو اړخونو سره د سولې خبرې روانې دي؟ او د مذاکرې ميز په کوم هېواد کې او ولې د افغانستان څخه دباندې دى ؟
همدا اوس که په سيمه کې روان حالت اوسياسي جريانونه ترژورې لوستنې لاندې ونيول شي ، داسې ترې څرګنديږي ، چې په دې هېواد کې روانه لوبه پردۍ اوبهرنۍ ده ، ځکه چې د سولې د منځته راتګ ، ټينګښت اوساتنې لپاره د مذاکرې منل شوي اصول دا دي چې که په جګړه کې ښکيل اړخونه د سولې ټغرته راځي ، ځاى ،هويت ،موخې ،شرايط اوتګ لاره يې بايدڅرګندوي، دروانوهڅوڅخه معلوميږي چې د سولې د ټينګښت لپاره روانه ډنډوره يواځې په موقتي توګه دعامه افکارو بوخت ساتل دي ، د جګړې اړخونه څرګند ندي ، په نامعلومو شرايطو ، د اړخونو له توافق پرته د يوې مشخصې تګ لارې په نه شتون کې د سولې منځته راتګ ناشونى ښکاري.
مونږ بايد وېښ شو،که چيرې مونږ ټول افغانان دواقعينونوپربنسټ سوله غواړو،نولومړى بايدپه دې برخه کې خپل مسووليتونه وپيژنو،تيرو شخړو،ناخوالو،بدمرغيو اوبې عدالتيوته په کتوسره بايدنور له تاريخ څخه د پنداوعبرت درس واخلو،ټول هغه افغانان چې اوس مهال يې دجګړې لاره غوره کړې ده ،ددې مظلوم ولس داوښکو پاکولو اوژغورنې لپاره دې خپلې وسلې له اوږو ښکته کړي ،اودخپل هېواد دجوړونې اوابادۍ لپاره دې مټې را ونغاړي، که په دې پيړۍ کې مونږ دخپل هېواد په جوړونه کې په ملي يووالي سره برخه وانه خلو ،نوکيداى شي زمونږ دهېوادپه جغرافيه کې دنړۍ دنورو ښامارانو لوبې هم پيل شي.
نو مونږ ټول افغانان اسلامي اوملي مسووليت لرو، چې په خپل هېواد کې د پرديو لوبو د پاى ته رسولو په خاطر په خپل منځ کې سره يو شو يو او بل ته لاسونه ورکړو ، په خپل فکر، احساس او زيارسره دخپل هېواد تاريخ او جغرافيه له سترو سيمه ييزو اون ړيوالو ننګونو څخه وژغورو، يواځې د فکر، قلم ، پوهې ،منطق ، ملت جوړونې ، هېوادجوړونې لاره خپل کړو اوپه همدې لاره خپل راتلونکى مزل پيل کړو،لرې نده چې په دې تګ لارې به دنړۍ په ورغوي کې به ديو سوله غوښتونکي ،متمدن ،ځيرک ،سرلوړي ، اباد، مترقي ، واکمن اوځواکمن ملت په توګه راڅرګند شو.
بريالى روان