سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

د سورغر د خلوت (پراىويسي) تگلار


سورغر اوونيزه ستاسو د شخصي معلوماتو ساتلو ته ژمنه ده. زموږ د خلوت تگلاره د اسانۍ لپاره يوازې په يوه جمله کې لنډه کړې ده. موږ به ستاسو شخصي معلومات ساتلو ته ژمن يو او ستاسو له اجازې پرته به يې هېچا ته ورنه کړو. که چېرې تاسو له کومې ستونزې سره مخامخ کېږئ، د خبرونو په اړه معلومات لرئ، د چارواکو د رشوت په اړڅه ويل غواړئ، ځورېږئ او يا ورته نور معلومات شريکول غواړئ، نو له شواهدو سره يوځاى يې د دې پاڼې له لارې رالېږلاى شئ او يا هم کولائ شئ زموږ دفتر ته راشئ او خپله موضوع زموږ له خبريال سره شريکه کړئ.


ستاسې معلومات د درېيم ډلې سره شريکول

  • موږ به ستاسو له اجازې پرته ستاسو شخصي معلومات د برېښناليک په شمول هېڅ درېيم کس او يا هم کومې درېيمې ډلې ته ورنه کړو.
  • سورغر به ستاسو معلومات نه پلوري او نه به يې د سوداگرۍ په موخه گټه ځنې اخلي.
  • په دې انټرنيټ پاڼه کې ستاسو راټول شوي معلومات (که څه هم له دې پاڼې څخه د چاپ پر مهال وي او که څه هم له دې سايټ څخه د ليدنې پر مهال) زموږ سره خوندي دي او ستاسو له اجازې پرته به هېڅوک لاسرسى ورته ونه لري.

ستاسو د معلوماتو راټولول

دلته به درته ووايو چې موږ ستاسو معلومات څرنگه راټولوو؟ کله چې تاسو زموږ له پاڼې څخه ليدنه کوئ، نو پورتني شرطونه پر تاسو ټولو عملي کېږي. که چېرې زموږ سره د مشتري په توگه اړيکي لرئ، نو ستاسو معلومات به له هغه کس څخه بېل وي، چې په عادي توگه پاڼه ګوري. ستاسو معلومات به تر هغه زموږ سره ثبت وي تر څو چې تاسې زموږ مشتري واوسئ او تاسو تر هغه وخته زموږ مشتري ياست تر څو چې زموږ سره مو معامله په پوره ډول پاى ته نه وي رسېدلې (هغه که زموږ د توليداتو رانيول وي او که کومه بله سوداگري)، خو ستاسو ټول معلومات به خوندي وي او زموږ د شخصي معلوماتو په توگه به ورته کتل کېږي.


موږ ستاسو معلومات څرنگه کاروو؟


موږ ستاسو معلومات کاروو، کله چې:

  • تاسو ته‎ خدمتونه او توليدات برابروو.
  • تاسو ته لا زيات خدمتونه او توليدات برابروو، که څه هم هغه زموږ خپل وي او يا هم ستاسو له خوښې سره سم د بل کس.
  • موږ ستاسو ثبت شوې پاڼه بيا گورو او يا يې هم اصلاح کوو.
  • زموږ د ليدونکو او مشتريانو انټرنيټي پاڼې ګورو او يا هم د اخبار په اړه د هغوى ځوابونه ثبتوو.


د دې تگلارې بدلونونه

د دې تگلارې د هر بدلون په اړه به موږ په پاڼه کې (٣٠) ورځې مخکې يوه خبرتيا ږدو او په دې توگه به تاسو له هر ډول بدلون څخه خبرېږئ.


پوښتنې او ستونزې

که چېرې تاسو د دې تگلارې په اړه نورې پوښتنې لرئ، نو کولائ شئ چې په ښار کې زموږ نصب شوو پوسټ بکسونو ته خپل ليکونه واچوئ، يا هم زموږ سره د سورغر پر انټرنيټي پاڼه info@surgar.net په تماس کې شئ او يا هم زموږ د ټليفون پر شمېرو اړيکي راسره ونيسئ.



ډوبۍ : 2946977- 4 -0091

کندهار : 2333-200-030 , 0786378000

کابل : 8408-98-0700


اعلانات