سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

د سورغر اوونيزې موخه



د سور غر اوونيزې څارونکي له هرې گڼې څخه په ډېر دقت ليدنه کوي او د دې ډاډ درکوي چې زموږ په راپورونو کې ټولې هغه موضوع ګانې چې د خلکو غوښتنې پکې نغښتې وي، تر پوښښ لاندې نيول شوې وي. موږ په دې نظر يو چې خپل فعاليتونه د رسنيو له لارې په ټولنه کې د امن راوستولو په موخه تر ټولو وړاندې واوسو.

زموږ د مقاليز او سوداگرۍ پوښښونو څخه په استفاده خپلو مينه والو، لوستونکو، کارکوونکو، د اعلاناتو مشتريانو او په ټولنه کې ټولو ته ووايو چې د دې رسنۍ له لارې به په دې جنگ ځپلي هېواد کې د يوه باامنه راتلونکي د راوستلو پوره کوښښ وکړو.


له تېرو څو کلونو راهيسې د سورغر لوستونکي او د هغوى لېوالتيا په بېساري ډول زياته شوې ده. زموږ خبريالان د دې ډاډ درکوي چې ستاسو له خوښۍ سره سم هغه ټولې موضوع ګانې راټولې کړي او راپورونه پر جوړ کړي. موږ د يوه پراخ پوښښ په لرلو سره له ټولو هغو ځايونو څخه، چې هېڅ محلي رسنۍ لاسرسى ورته ونه لري او يا په فزيکي ډول ورشي، راپورونه ټولوو او په چاپ يې رسوو.

دا په داسې حال کې ده چې زموږ راتلونکى کېداى شي دغو دوو ټکو ته ځانگړى شي. (نړۍ او ټولنه) دا په دې معنا چې د نړۍ يوه فعاله برخه واوسو او د نړۍ په اړه ټول راپورونه راټول او چمتو کړو.


اعلانات