سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »   سيمه ييز »   په هلمند كې يو تن د پنځه ويشت زره امريكايي ...

په هلمند كې يو تن د پنځه ويشت زره امريكايي ډالرو د اختلاس په تور ونيول شو

2012-02-23, خپرونکی محمود رحمتي
Picture 1/1

ورته خبرونه

بشير شرر

كندهار (سورغر)

د هلمند ولايت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې محمد رسول د هلمند د نادعلي ولسوالى د لوى مانده د سيمې اصلي اوسيدونكى او دا مهال په لښكرگاه ښار كې استوگن دى ورسره هم مهاله د آى آر ډي د كنټرول د څانگې كاركوونكى دى په لښكرگاه ښار كې د كندهار اډې په سيمه كې د پنځه ويشت زره امريكايي ډالرو په اختلاس د ملي امنيت د منسوبينو له خوا لاس په لاس ونيول شو.


په دي خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړي كس په ناوې ولسوالى كې له يو تن قراردادي څخه د ۲۵۰۰۰ زره امريكايي ډالرو غوښتنه هغه مهال كړې وه كله چې قراردادي يادې موسسې ته د سبزيجاتو او نورو توكو اصلاح سوي تخمونه چمتو كړي او وروسته بيا د محمد رسول له خوا تر كنټرول وروسته په خلكو وويشل شي خو ده ترې نه منل او په بدل كې يې يادې پيسې ترې غوښتې وې.


خبرپاڼه کاږي چې قراردادي يادې پيسې د ملي امنيت په رياست كې ثبت او وروسته يې محمد رسول ته وسپارلې ولي دا کس ونيول سو او دا مهال تر پوښتنو ګرويږنو لاندي دى.

Rated 3.19/5 (63.75%) 32 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • P7xAHww

    اعلانات