کندهار (سورغر، ۴مه، كب،١٣٩٠):
تر ٢٠١٤ کال وروسته د هيواد د برخليک په اړه سياسي کارپوهان په يوه خوله نه دي. ځيني فکر کوي چې هيواد به نور هم د بې ثباتۍ لور ته ولاړ شي، خو ځيني بيا د دغې نظريې خلاف د ښه راتلونکي اټکل کوي.
دا مهال له سياستوالو نيولې تر عادي وګړو، نژدې ټول افغانان تر ٢٠١٤ کال وروسته د خپل هيواد د راتلونکې په اړه فکر کوي. ځيني اندېښنه لري، که بهرنيان چې د اوسني واکمن دولت مرسته کوي، ووځي، نو ښايي په هيواد کې يې جګړه پيل شي. دا او ځينو نور عوامل د دې سبب شوي چې په افغانستان کې يو ډول سياسي او اقتصادي بې ثباتي رامنځ
ته شي. سياسي کارپوه فضل الرحمن اوريا د هر ډول سياسي تحول منځ ته راتلل چې په ٢٠١٤ کال کې يې رامنځ ته کېدل حتمي دي، د هيواد د ثبات لپاره په ګټه بولي. خو اوريا باور لري چې دا ثبات له راتلونکيو ټولټاکنو سره تړلى دى. هغه وايي: ((هر ډول سياسي تحول چې په هيواد کې راشي، نو دا اوسني واکمنان به واک پرېږدي. د دغو بې کفايته واکمنو لېري کېدل او شفافې ټولټاکنې به مرسته وکړي چې افغانستان د ثبات لور ته ولاړ شي.))
د ښاغلي اوريا باور دا دى چې ښايي يو شمېر امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاته شي او د ده له انده، دا ځکه د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي چې له دې سره د افغانستان په چارو کې د ګاونډيو د لاسوهنې امکانات کمېږي.
نړيوالو ٢٠١٤ کال له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو وروستۍ نېټه اعلان کړې ده. له دې سره ځيني داسي انګېري چې که نړيوال ځواکونه ووځي او اوسنى دولت پياوړى نه شي، ممکن ډېرې ناخوالې رامنځ ته او آن ښايي روانه جګړه دوام وکړي. که څه هم افغان دولت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د کورني جنګ په شمول د هر ډول کړکېچ رامنځ ته کېدل شوني نه دي، خو ځيني کارپوهان وايي، دا تضمين يوازي د ځينو ګامونو د پورته کولو په صورت کې ورکول کېداى شي.
د سياسي او حقوقي چارو کارپوه ډاکټر عبدالکبير رنجبر وايي، د اوسني نظام په داخل کې ځيني اختلافات او د سولې د پروسې نه برياليتوب ښايي د افغانستان د راتلونکې په اړه د خلکو بې باوري زياته کړي. د ښاغلي رنجبر سپارښتنه دا ده چې دولت بايد د راتلونکي ثبات د يقيني کولو او د احتمالي ناورينونو د مخنيوي په نيت ځيني ګامونه پورته کړي، چې د ده له انده، په اوسني دولت کې بنسټيز اصلاحات راوستل او د دولت له وسله والو مخالفينو سره سوله کول به يې مهم ټکي وي. خو ښاغلى رنجبر له دې پرته د راتلونکې په اړه يوه وېره لري: ((زما اندېښنه دا ده که خداى مه کړه د سولې پروسه بريالۍ نه شي او افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي، نو دا جګړه به دوام پيدا کړي. لکه د ډاکټر نجيب الله حکومت چې د کورنيو جګړو ښکار شو.))
امريکايي او ناټو ځواکونو چې په افغانستان کې د تېرې يوې لسيزې راهېسي دېره دي، ژمنه کړې ده چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو او ملګرتيا ته دوام ورکړي. همدا راز د کابل اداره وړانديز کوي چې نړيوال دې تر ٢٠٢٤ مېلادي کال پوري خپلو مرستو ته دوام ورکړي. خو دا په داسي حال کې ده چې ځيني کارپوهان د اوسني دولت د بقاء په اړه اندېښنه لري او له همدې امله وېره لري چې ښايي تر ٢٠١٤ وروسته هم د پوره ثبات تمه ونه شي.
سياسي کارپوه عبدالستار سعادت وايي، نړيوالو په افغانستان کې د اوسني دولت په تاسيس کې لويه تېروتنه وکړه او هغه دا چې دا دولت يې په اساسي ډول رامنځ ته نه کړ، تر څو پر ځان د بسيا کېدو خوا ته ولاړ شي. ښاغلي سعادت وويل: ((له بده مرغه نړيوالو په پسرلي کې د يو نيالګي د ايښودلو او د روزلو پر ځاى افغانستان ته په اوړي کې يوه لويه ونه راوړه او د هغې سمه پالنه يې هم ونه کړه. لويه ونه او هغه هم په اوړي کې ايښودل چې کافي اوبه ونه لري، کله وده کوي. زموږ دولت هم نړيوالو داسي رامنځ ته کړ.))
ښاغلى سعادت په دې اند دى چې د اوسني حالت زېږنده تر ډېره بهرنيان دي او باور لري چې دا يوازي د امريکا په مشرۍ نړيوال کولاى شي يقيني کړي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به افغانستان د پوره ثبات خاوند وي. دا هغه تمه ده چې ښاغلى سعادت يې د اوس لپاره له بهرنيانو نه لري، ځکه هغه باور لري چې د بې ثباتۍ دوام د بهرنيانو په ګټه دى.
د افغانستان د راتلونکې په اړه تصميم نيول خورا حساسه مسئله ده او ټول افغانان لېوالتيا لري چې پوه شي هيواد يې کوم لور ته روان دى. دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستيو کې د نړيوالو او کورنيو لوړپوړ چارواکو دواړو له لوري د افغانستان د راتلونکې په اړه تبصرې زياتې شوې دي. د تېرو ولسمشريزو ټاکنو کانديد او له ايتلافي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ويلي چې په روان کال کې به د هيواد د راتلو درو کلونو برخليک وټاکل شي. هغه که څه هم ډېر وضاحت ورکړى نه دى، خو سياستوال داسي انګېري چې ګواکې دا ورځې شپې د افغانستان د سياسي برخليک لپاره مهمې دي او ښايي له همدې امله وي چې خلک دا مهال تر بل هر وخت زيات لېوال دي چې پوه شي هيواد يې کوم لور ته روان دى. پوښتنه دا ده چې د راتلونکې په اړه د منفي ذهنيتونو د خپرولو تر شا د چا لاس دى؟
سياسي او حقوقي کارپوه ډاکټر عبدالکبير رنجبر وايي، د سيمې د ځينو هيوادونو استخبارات هڅه کوي په افغانستان کې د راتلونکې په اړه د خلکو بې باوري زياته کړي، د همدې لپاره د کورنيو جګړو د پيل، د افغانستان د تجزيې او نورو سياسي تحولاتو د احتمالي راتلو وړاندوينې کوي، چې دا په هيڅ ډول د افغانستان د راتلونکې سالمه وړاندوينه نه ده.
خو په ټوله کې د کارپوهانو توافق پر دې دى چې د کابل اداره او نړيوال ملاتړي يې چې دا مهال په افغانستان کې دېره دي، مکلفيت لري چې د راتلونکې په اړه د افغانانو د اندېښنو د لېري کولو او د يو ثابت نظر رامنځ ته کولو لپاره داسي اقدامات وکړي چې اوسنۍ بې باوري له منځه يوسي. په هر حال؛ داسي باور دى چې په افغانستان کې په عامه کچه د سياسي راتلونکې په اړه د خلکو د ډول ډول تبصرو زياتېدل په خلکو کې د سياسي شعور د زياتوالي څرګندويي کوي او دا هغه څه دي چې په پرمخ تللو هيوادونو کې معمولي بڼه لري.
تر ٢٠١٤ کال وروسته د هيواد د برخليک په اړه سياسي کارپوهان په يوه خوله نه دي. ځيني فکر کوي چې هيواد به نور هم د بې ثباتۍ لور ته ولاړ شي، خو ځيني بيا د دغې نظريې خلاف د ښه راتلونکي اټکل کوي.