سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »   تودی خبري‬ »   سرچيني:په ميوند کې د عملياتو پر مهال ...

سرچيني:په ميوند کې د عملياتو پر مهال چاودني کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله واړول.

2012-01-28, خپرونکی محمد سلطان شریفي
Picture 1/1

ورته خبرونه

خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر

 

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق هم وايې چې تېره ورځ يې د کندهار د ميوند ولسوالۍ په ښامير کلا نومي سيمه کې عمليات پيل کړي او دا عمليات يې اوس هم روان دي.

 

دى وايې چې په دي عملياتو کې پر کورنيو او بهرنيو ځواکونو چاودني سوي او په پايله کې يې د عامه نظم پوليسو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي ولي د مرګ ژوبلي کره جزيات او ارقام په لاس کې نه لري.

 

د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي هم وايې چې په نوموړي سيمه کې يې عمليات پيل کړي ولي د کومي پېښي په تړاو جزيات په لاس کې نه لري. په همدي ترڅ کې د کندهار د ميوند ولسوالۍ يوه امنيتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط وايې تېره ورځ ددي ولسوالۍ په کلا ښامير نومي سيمه کې پر بهرنيو او کورنيو ځواکونو بمي چاودنه تر سره سوي ده.

 

د دي سرچيني د معلوماتو له مخي چې په دي چاودنه کې هم بهرنيو ځواکونو او هم افغان پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. سرچينه همد ا راز وايې چې ددي چاودني په رامنځته کيدو سره د عامه نظم د پوليسو د ټولى قومندان دوهم څارن وژل سوى او يو پوليس ژوبل سوى دى. دا سرچينه وايې په دي چاودنه کې لومړى يې بهرني سرتېري ژوبل سوي ولي وروسته يې په اړه معلومات نه دي تر لاسه کړي.

 

له بلي خوا طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې په کلا ښامير نومي سيمه کې يې پر بهرنيو سرتېرو بمي چاودنه کړي او په ترڅ کې يې څلور تنه وژلي دي. دى وايې چې دا چاودنه يې د ډېرو چوونکو توکو په وسيله تر سره کړي ده. تر اوسه لا ددي پېښي په تړاو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

Rated 3.5/5 (70%) 2 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • yJg70lv

    اعلانات