خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر
د کندهار د څلورمي حوزي اړونده په حضرت جې بابا نومي سيمه کې د موټر سايکل بم چاودنه سوي ده. د امنيي قومندانۍ مسولين وايې چې پېښه هله را منځته سول کله چې د پوليسو له لوري کشف سو.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايې چې دا موټر سايکل بم د پوليسو له لوري کشف سوى و او هغه مهال يې چاودنه وکړل کله چې پوليسو غوښتل له منځه يې يوسي. دى وايې چې په سيمه کې کوم څوک نه وو ځکه يې مرګ ژوبله نه د اړولي.
ويل کيږي، چې دغه موټر سايکل بم د يوه دوکان مخي ته درول سوى و پوليسو وړاندي له دي چاودنه را منځته سي سيمه د ولسي وګړيو او نورو خخه خالي کړي ول. ددي پېښي په تړاو هم کومي ډلي څه نه دي ويلي.