سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »  تازه موضوع »  په كندهار كې د قرآن كريم او نورو ديني ...

په كندهار كې د قرآن كريم او نورو ديني كتابونو سپكاوى په وغندل شو

2012-02-23, خپرونکی محمود رحمتي
Picture 1/1

بشير شرر

كندهار(سورغر) په کندهار کې هم د نورو ولايتونو په څېر په بګرام هوايې اډه کې د قرآن کريم سوځونه او نورو ديني کتابونو ته سپکاوى وغندل شو

د کندهار يو شمېر قومي او ولسي مشرانو، ديني عالمانو او نورو د يوي غونډي پر مهال وويل چې په بګرام هوايې اډه کې د بهرنيو سرتېرو له خوا د قرآن کريم سپکاوى سوى دى او دا کار مسلمانانو ته په هيڅ ډول د منلو او زغملو وړ نه دى.

دغه وګړيو وويل چې ددي پېښي عاملين دي ونيول شي او د چارواکو له لوري دي د شريعت محمدي او قانون په رڼا کې سزا ورکړل شي.

دوى وويل چې دا کار ځکه اوس مهال تر سره شو چې په دي وروستيو کې د نړيوالو له لوري په افغانستان کې د سولي خبري رواني دي او دا کار د سولي پروسي ته سخت زيان رسوي.

له بلي خوا د کندهار والي هم په دي را بلل شوي غونډه کې وويل چې د بهرنيو سرتېرو له لوري تر سره شوى عمل په کلکه غندي او بايد عاملين يې ونيول شي او بيا د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دى وايې چې د قرآن کريم سوځونه د اسلام ا مسلمانانو لپاره لويه خبر ده او بايد ددي ډول پېښو مخه په جدي ډول ونيول شي.

دا په داسې حال کې چې په کندهار ښار کې د لوى لاريون د تر سره کيدو راپورنه ورکول کيدل ولي د لوړ پوړو مسولينو له لوري دا لاريون په يوه غونډه واوښت په داسې حال کې چې په کندهار کې زيات امنيتي تدابېر هم نيول شوي ول.

په تېر کې هم د قرآن کريم د سوځوني په تړاو په کندهار کې درې ورځني پراخ لاريونونه تر سره سول او تر دوه سوه زياتو کسانو ته پکښې مرګ ژوبله واوښتل.

 

Rated 3.17/5 (63.33%) 6 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • UitCC8F

    اعلانات