سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »  تازه موضوع »  ایتالیا له افغانستان سره ستراتیژیک تړون ...

ایتالیا له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لاس لیک کړ

2012-01-28, خپرونکی محمد سلطان شریفي
Picture 1/1

ورته خبرونه

افغان ولسمشر حامد کرزي او د ایتالیا صدراعظم ماریو مونتی پرون په روم کي یو اوږد مهال ستراتیژیک تړون لاس کړ چي له مخي ئې په افغانستان کي د ایتالیا د مرستو لمن پراخیږي.

 

 د ایتالیا صدراعظم وویل: چي د «ننۍ لیدلني کتني» مهم پیغام دا دﺉ چي په ۲۰۱۴ کال کي د ایتالوي سرتیرو له وتلو سره د ایتالیا په مسئولیتونو او همکاریو کي کمښت نه راځي. هغه زیاته کړه: «ایتالیا به افغانستان یواځي پری نه ږدي. موږ به په پوځي او امنیتي چارو کي لږه ونډه ولرو، خو په ملکي او اقتصادي برخو کي به مو ونډه ډیره وي.»

 

ایټالیا اوس په افغانستان کي ۴۰۰۰ سرتیري لري، خو د پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري دغه پوځیان له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه به افغان پوځیانو ته وسپاري. د ایټالیا د صدراعظم په خبره، روم غواړي له افغانستان سره د خپلو اقتصادي همکاریو لمن پراخه کړي: «په افغانستان کي د بنسټونو پرمختګ حیاتي ارزښت لري. ایټالیا به په هرات ولایت کي له ستراتیژیکو پروژو سره مرستي وکړي.»

 

ولسمشر کرزي هم پر ایټالوي سوداګرو غږ وکړ، چي د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګونه وکړي. کرزی به د خپل اروپایي سفر په دوام کي له فرانسي سره هم یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. د دغه تړون له مخي به فرانسه له افغانستان سره د بیارغوني او اقتصادي پرمختګ په برخو کي اوږد مهاله همکاري وکړي.

 

د ایټالیا صدراعظم وویل: چي هیواد ئې له افغان حکومت او په دغه هیواد کي د سولي له روان بهیر څخه ملاتړ کوي. مونټي زیاته کړه چي یاغیان باید له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، له تروریزم سره خپلي اړیکي وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي. مونټي وویل چي افغانستان د سولي په برخه کي د پام وړ پرمختګ کړی دﺉ او دی غواړي د دې له پاره د دغه هیواد له حکومت څخه مننه وکړي. هغه زیاته کړه چي د افغانستان د آبادي او ثبات له پاره د دغه هیواد د خلکو یووالی ضروري دﺉ.

 

کرزي په خپل روان سفر کي یوازي اروپايي هیوادونو ته نه ولاړ، بلکي هغه دغه سفر د ترکمنستان له هیواد څخه پيل کړ. ترکمنستان ته د کرزي تر سفر وروسته افغان چارواکو اعلان وکړ چي له دغه هیواد څخه به افغانستان ته د اورگاډي پټلۍ د غځیدلو کار به ډیر ژر پیل شي. په دې ترتیب سره به نو د ترکمنستان هیواد د اورگاډي د پټلۍ په واسطه د افغانستان له اقیني بندر سره وتړل شي.


مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس) د المان راډیو

 

Rated 5/5 (100%) 2 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 2M4lol

    اعلانات