خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر
د کندهار ولايت امنيتي مسولينو پريکړه کړي چې په ښار کي د ښاريانو د لا ښه امنيت ساتلو په موخه به د ښاري پاسپورټ جوړ سوى پلان تطبيق سي. په دي اړه پوليسو ته وظيفه سپارل سوي چي د اړونده ارګانونو سره په ګډه کار وکړي او څومره ژر چي کېداى سي ياد پلان تطبيق کړي.
ددي پلان له مخي به د کندهار ښار ټول هغه عامه او دولتي تاسيسات کوم چې اوس مهال يې راجستر نه دى سوى په پلان کې نيول کيږي او پاسپورټ کيږي به. پاسپورټ هغه څه دى چې د يوي سيمي کورونه، مسجدونه او نور ثبت کيږي او بيا به د دولت د ځانګړي اداري له خوا تر کنټرول لاندي نيول کيږي.
ددي پلان د تطبق په تړاو يو کال وړاندي هم خبري سوي وي ولي تر اوسه يې په عملي ډول څه نه ول سوي يوازي يو ځلى ويل سوي چې د کندهار مسجدونه او هغه مدرسي راجستر سوي کوم چې دا مهال پکښې ديني زدکړي تر سره کيږي. پر هغه مهال ويل سوي ول چې په کندهار کې يو سل او اويا بېلا بېلي ديني مدرسي شتون لاره ولي نور څه په دي پلان کې نه ول داخل سوي.
دا پلان د امنيتي مسولينو د معلوماتو له مخي ډېر ښه دى او که چېري په ښه ډول پلي سي نو د امنيت پر چارو به ډېري مثبتي اغيزي ولري.