سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »  تازه موضوع »  د کندهار مسولينو د ملګري ملتونو د ځانګړي ...

د کندهار مسولينو د ملګري ملتونو د ځانګړي استازي نه بېلا بېلي غوښتني وکړي.

2012-01-28, خپرونکی محمد سلطان شریفي
Picture 1/1

ورته خبرونه

خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر

 

د کندهار د والي په ګډون د کندهار د سکتوري ادارو ريسانو د ملګري ملتونو د راغلي ځانګړي استازي څخه بېلا بېلي غوښتني وکړي. د کندهار والي توريالي ويسا وغوښتل چې د کندهار د ملي امنيت اداره نوره هم پياوړي کړي تر څو وکولاى سي چې په کندهار کې د وسله والو مخالفينو په وړاندي څرګند او ښه فعاليتونه تر سره کړي.

 

د کندهار ولايت د عامي روغتيا رياست رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د ملګرو ملتونو د خاص استازي سره د ليدني پرمهال له هغه غوښتنه وکړه چي په کندهار کي د خوراکي موادو او درملو د معاينې لپاره د يوه لابراتور د جوړولو په برخه کي ورسره مرسته وکړي ځکه دده په خبره چي د سهيلي اسيا د زيات شمېر هيوادونو درمل او خوراکي توکي د کندهار له لاري افغانستان ته وارديږي.

 

نوموړي همداراز په کندهار کي د هغو کثافاتو چي د ښار له بيلا بيلو نقطو څخه ټول سوي او کوم بل ټاکلي ځاى ته لېږدول سوي د له منځه وړلو لپاره د ځانګړي ماشين د نصب غوښتنه هم وکړه. د کندهار ښاروال محمد عمر عمر په نني مجلس کي له ښاغلي کوبيش څخه وغوښتل چي خپلو اړوندو ادارو ته هدايت وکړي څو په کندهار کي اساسي او د اوږدمهال لپاره حس کېدونکي کارونه وکړي څو ګټه يې د تل لپاره ددې ښار اوسېدونکو ته پاته سي ځکه دده په خبره چي خپله کندهار ښاروالي د وړو پروژو د پلي کېدو توان لري.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي  يان کوبيش د کندهار والي او سکتوري رئيسانو د  غوښتنو او پېشنهادونو تر اورېدلو وروسته ژمنه وکړه چي په سهيلي حوزه او مرکز کي به له خپلو اړوندو ادارو سره پر دغو پېشنهادونو بحث کوي او هڅه به وکړي چي تر وسه وسه ورته مثبت ځواب ووايي. دا په داسې حال کې چې د ملګري ملتونو خاص استازي خپل سفرونه د کندهار ولايت څخه پيل کړي دي.

Rated 4.5/5 (90%) 2 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • s02747

    اعلانات