سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »  تازه موضوع »  ستاسو په اند، څنگه شونې ده چې خصوصي سکټور ...

ستاسو په اند، څنگه شونې ده چې خصوصي سکټور د دولتي سکټور د سياستونو قرباني نه شي؟

2012-01-26, خپرونکی محمد سلطان شریفي
Picture 1/1

ورته خبرونه

خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر

 

ودير صافى، د حقوقي او سياسي چارو كارپوه ـ كابل

ګاونډيو ته بايد اطمينان په عمل كې ثابت شي، او هغوى هم زموږ ملي ګټو ته باوري واوسي.

 

دا چې د نړيوالو حقوقو له نظره هېوادونه بايد د نېكو او ښو اړيكو په لرلو يو بل ته متقابل ژمن وي او په اړخ كې يې داسي اعمال سر ته رسېږي چې هغه د دولتونو د سياسي رقابت لپاره اقتصاد وسيله ګرځي او دا نېكې اړيكې متضررې كوي، نو دې ته په كتو افغانستان ته لازمه ده چې يو سلسله اقدمات وكړي.

 

د نېك او ښه ګاونډيتوب په حساب د هېوادونو سره په كار ده چې د داسې پروتوكولونو پر اساس اړيكې ټينګې كړي، چې اصلاً مجبور نه شي چې زموږ هېواد ته د ګټې پر ځاى د زيان سبب شي؛ نو په دې اساس لومړى بايد هغه څه په نظر كې ونيول شي چې د افغانستان د خلكو او اقتصاد په ګټه وي.سره له دې متقابلاً د هغوى ګټو ته هم درناوى وشي.

 

په بهرني سياست كې دغه ډول اصول عملاً بايد ګاونډيو ته وښودل شي، چې ګواكېموږ غواړو يو بل ته په ګټو كې باوري واوسو. همدا ډول موږ په هېڅ ګاونډي هېواد كې متجاوز هېواد نه يو. دا چې زموږ په خاوره كې خارجي قوې وجود هم لري او نړيوالې سولې او امنيت ته صدمه رسوي، دا د هغوى  دنده ده، مګر زموږ اقتصاد او يا په اقتصاد كې خصوصي سكټور بايد زيانمن نه شي، ځكه موږ دغه بهرنيو ته هم حق نه وركوو چې د ګاونډيو پر حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او استقلال باندي عمليات وكړي.

 

كه دغه اطمينان ګاونډيو ته وركول شوى وي او بيا هم هغوى د اقتصاد نه د سياسي وسيلې په حيث زموږ پر ضد استفاده كوي، دا نړيوال مسووليت لري، چې بايد د خبرو له لارې ورسره حل شي.

 

وحيد غازي خېل، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند ـ كابل

هيله شته چې راتلونكې كې د ګاونډيو سره دغه ډول ستونزه حل شي.

اصلاً افغانستان خوشبختانه يو جمهور رئيس او يو حكومت لري، څه چې حكومت وويل، هغه اجرا كېږي؛ مګر ګاونډي يا مثلاً پاكستان دغه ډول نه دى. څه موده مخكې زموږ مالونه درېدلي وو. پوځ ويل موږ نه دي درولي او ملكي حكومت ويل چې موږ نه دي درولي. همدا ډول متاسفانه ايران كې هم دغسي حالت دى، چې موږ ته يې ستونزې پيدا كړې دي.

 

دا چې زموږ ګاونډي په ځينو حالاتو كې زموږ اقتصاد د سياسي وسيلې په توګه كاروي او يا دا چې زموږ خصوصي سكټور د سياست تر سيوري لاندي راځي، د اقتصاد وزارت استازى په اسلام آباد كې دى، هيله شته چې دغه ډول ستونزې حل شي.

 

همدا ډول بديله لاره شته، فرضاً په دې وروستيو كې موږ ايران ته سفر كړى و چې د افغانستان د تجارت په برخه كې هلته خبرې وشوې. چهار بهار نيمروز ولايت ته نژدې يوه سيمه ده. دغه چهار بهار سيمه كېداى شي موږ ته د ګوادر، كراچي يا د نور پاكستان په نسبت ښه تمامه شي. له بل پلوه په دې وروستيو كې د ورېښمو لار جوړېږي چې د منځنۍ آسيا سره موږ نښلوي.

 

خو د دې ټولو سره سره كه څه هم افغانستان د هيڅ ګاونډي هېواد سره بدې اړيكې نه ساتي، خو داسي تضمين نه شي كېداى چې سياست او اقتصاد دې ګډ نه وي. متاسفانه ځيني هېوادونه اقتصاد او تجارت د سياست تر اغېز لاندي راولي. په داخل كې د خصوصي سكټور نه هيله دا ده چې واقعاً عادلانه چلند وكړي، خپل پروګرام ولري او په افغانستان كې توليدات زيات شي.

 

پوهنيار سيدقياس سعيدي، د اقتصاد پوهنځي استاد ـ ننګرهار

په سياسي اغراضو كې خصوصي سكټور كارول خصوصي سكټور فلجوي.

هر څه چې په شخصي توګه تر سره كېږي، هغه ته موږ خصوصي سكټور ويلاى شو. واقعاً د پولې دا غاړه او ها غاړه كې داسي څه رامنځ ته شوي، چې هم زموږ د ولسونو او هم د دوى د ولسونو د كړكېچ سبب شوي دي. د هېواد اساسي قانون د ۹ او ۱۰ مادې پر اساس دولت بايد د خصوصي سكټور مصئونيت تضمين كړي. حكومت بايد حمايوي پاليسي ولري.

 

كه غواړو چې د هېواد اقتصاد ته وده وركړو هغه څه چې هېواد ته راواردېږي، بايد حمايوي سياستونه ولرو. د ماركېټينګ او بازار موندنې په برخه كې واقعاً سياسي كړۍ حتماً تاثيرات لري او په مختلفو شكلونو د سياسي ترمينالوژۍ په اصطلاح خصوصي سكټور استعمالېږي، ځكه موږ د نړۍ سره بايد اوږه پر اوږه ولاړ شو. دا چې له خصوصي سكټور نه په داخل او يا بهر كې د سياسي وسيلې په توګه كار اخيستل كېږي، دا د حكومت مسووليت دى، خو يوازي د حكومت مسووليت ځكه نه بلل كېږي، چې خصوصي سكټور هم بايد د سياسي كړيو څخه استفاده ونه كړي اوخپلې ملي ګټې بايد په نظر كې ونيسي.

 

د بېلګې په ډول خپل هغه په لوړه كچه واردات چې له بهره يې كوي، بايد د كومې سياسي كړۍ تر تاثير لاندي رانه شي. كه تېل، خوراكي توكي او نور واردوي، بايد د ځينو سياسي كړيو په وجه يې كم يا زيات نه كړي او خپلواكيت ولري. په لوړه كچه فكر نه كوم چې حكومت دې د خصوصي سكټور د بې ځايه كارونې څخه استفاده وكړي.

 

حاجي نصرالله زهير، د سوداګرۍ خونې مشر ـ كندهار

ګاونډي هېوادونه زموږ له بد حالت څخه بده ګټه پورته كوي.

دا چې تجارت يو بين المللي اړيكه ده، ځكه نو په ټوله نړۍ كې هېوادونه يو د بل سره تجارتي اړيكې لري. همدا ډول سوداګري نه په كومې سياسي كړۍ او نه هم په كوم سياسي اشخاصو پوري تړلې ده، ځكه نو ملتونه بايد كوښښ وكړي چې آزاد او ناپېيلى تجارت غوره كړي، چې په هر وخت كې د ولسونو لپاره دغه تجارت فعاله وي. دا چې ځيني وختونه بهرني هېوادونه زموږ له خصوصي سكټور او يا شخصي تجارت څخه بده استفاده كوي او په سياسي اړيكو كې يې كاروي، او يا دا چې زموږ ګاونډي زموږ د بد حالت څخه بده استفاده كوي، دا په اصطلاح تر خوږ ګوته نيول دي.

 

 څنګه چې زموږ موقعيت په وچه كې ايسار شوى، زموږ عام ولس اړ دى، نو ګاونډي اكثره وخت له دغه حالت څخه په اجتماعي او سياسي لحاظ بده استفاده كوي. د دې لپاره لومړى په كار ده چې افغانان خپلې اړتياوې په هېواد كې داخل پوره كړي. دا چې اوسني شرايط د دې لپاره پوره چمتو نه دي، نو حكومت او نړيواله ټولنه بايد دې ته لېواله شي چې زموږ له دغه تجارتي او كاروباري حق څخه په سيمه او نړۍ كې ناسمه استفاده ونه شي. سره له دې د پانګه والو لپاره لومړى اړين څه په داخل كې ځاني او مالي امنيت، ګمركي او مالياتي آسانتياوې دي او په بهر كې ټرانسپورټي او ترانزيټي ستونزې هوارول دي.

Rated 2.67/5 (53.33%) 3 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • l7l1M83

    اعلانات