سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه » تفريحي »   د ګولډن ګلوبز جايزو ته ...

د ګولډن ګلوبز جايزو ته كتنه

2012-02-23, خپرونکی محمود رحمتی

د ګولډن ګلوبز جايزو مراسم د تېرو (۶۹) كلونو راهېسي په دوامداره توګه لمانځل كېږي.

د نړيوالو سېنمايي جايزو دغه پرواګرام په خپله امريكايي سېنما او ټلوېزيوني نندارو كې او همدا راز بهرنيو فلمونو او ټلوېزيوني نندارو كې غوره فلمونو، نندارې، فلمي لوبغاړي، موسيقي كاران او داسي نور استعدادونه غوره كوي او ورته جايزې وركول كېږي.

د كال ټوكيز او غوره موسيقۍ لرونكې فلم جايزه فرانسوي فلم ته چې د  (د ارټيسټ) - (The Artist) په نوم يادېږي، وركړل شوه.

ياد فلم د يو فرانسوي ډايركټر(هزن هاويزس) له خوا جوړ تور او سپين ټوكيز فلم دى، چې زياته برخه يې بې ږغه يا په اصطلاح، خاموشه ده. په دغه مراسمو كې امريكايي لوبغاړي او فلم جوړوونكي (جورج كلوني) او امريكايي لوبغاړې (ميريل سټريف) په زياته كچه وځلېدل. جين جودردين، په ارټيسټ فلم كې د رول لوبولو له امله د غوره لوبغاړي جايزه وګټل. همدا راز امريكايي فلمي لوبغاړي (اوكټيويا سپينسر) د (هيلف) په نوم فلم كې د كال د غوره حمايوي لوبغاړي جايزه خپله كړه. په دغو مراسمو كې د جورج كلوني فلم (د ډيسنډنټ) د كال د غوره ډرامه ييز فلم جايزه وګټل. دا په داسي حال كې ده چې نوموړي ته په ډرامه ييز فلم كې د مركزي رول لوبولو له امله د كال د غوره لوبغاړي جايزه هم وركړل شوه. د ګولډن ګلوبز جايزو يو ځانګړتيا دا ده چې سېنما يې پر دوه - ټوكيز او ډارمه ييز- برخو وېشلې ده.

 

د يادولو وړ ده چې د اسكار جايزو ليست به هم د روانې مياشتې په اوږدو كې وړاندي شي، او ورپسې به د هنري فلمونو نړيوالې جايزې (Academy Awards) هم د روان كال په فيبروري مياشت كې تر سره شي.

د يادولو وړ ده چې د (۲۰۱۱) كال د غوره بهرني فلم جايزه يو ايراني فلم چې د سفريشن (يو بېلتون) په نوم يادېږي - وګټله. د پاپ موسيقۍ وتلې سندرغاړې مډونا د غوره سندرې ليكونكې جايزه وګټله. په دغه جايزو كې ټلوېزيوني نندارو ته هم په يوولسو بېلابېلو كټګوريو كې جايزې وركړل شوې. د هغو څخه يوازنۍ امريكايي ننداره (Homeland) وه چې دوې جايزې يې وګتلې.

Rated 3.33/5 (66.67%) 3 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • FbZ8voe

    اعلانات