د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي ويلي دي، چي د افغانستان څخه به د ۲۰۱۳م کال په پای کي لا خپل عسکر وباسي. د ناټو د پلان له مخي تر ۲۰۱۴م کال پوري په افغانستان کي د بهرنيو عسکرو شتون پلان سوی ؤ.
د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي د جمعې په ورځ په پاريس کي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره وليدل، چي د اروپا په پنځه ورځني سفر تللی دی. سارکوزي و افغان ولسمشر ته په پاريس کي وويل: چي فرانسه به د ۲۰۱۳م کال ترپايه پوري خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي.
سارکوزي د افغانستان څخه وخت له مخي د فرانسوي عسکرو د ايستلو څرګندوي پداسي حال کي کوي، چي ناټو تر ۲۰۱۴م کال پوري په افغانستان کي د پاته کېدو پلان لري. سارکوزي ويلي دي، چي هڅه به وکړي، چي د ناټو ملګري دې ته وهڅوي، چي د پلان څخه يو کال مخکي د افغانستان څخه ووزي. د نوموړي په وينا، که د ناټو نور ملګري دا وړانديز ونه مني نو بيا به هم فرانسوي عسکر د ۲۰۱۳م کال تر پايه د افغانستان څخه را وايستل سي.
فرانسوي ولسمشر زياته کړې ده، چي د فرانسې د نوي افغانستان پلان په هکله يې امريکا خبره کړېده. د سارکوزي په وينا، د ناټو د دفاعي چارو د وزيرانو په راتلونکې غونډه کي به فرانسه خپل دغه نوی پلان وړاندي کړي. فرانسه غواړي، چي په روان مېلادي کال کي لا د کاپيسا ولايت امنيتي چاري و افغان امنيتي چارواکو ته سپارل پېل کړي. کاپيسا د افغانستان هغه ولايت دی چي يوه اونۍ تر مخه پکښي يوه افغان عسکر څلور فرانسوي عسکر ووژل او تر لسو څخه زيات نور يې ژوبل کړل. د دغي پيښي وروسته فرانسوي ولسمشر نيکولا سارکوزي ويلي ول چي ښايي وخت له مخي د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.
د کاپيسا د پيښي وروسته فرانسوي عسکر د افغان امنيتي ځواکونه روزونه هم درولې وه. سارکوزي ويلي دي چي د شنبې د ورځي (د جنورۍ ۲۸ نيټي) څخه به فرانسوي عسکر بېرته د خپلو افغانو ملګرو روزل پېل کړي. د کاپيسا د پيښي پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې وه. د نوموړي ډلې وياند ورسنيو ته ويلي ول چي پر فرانسوي عسکرو بريد کوؤنکی افغان عسکر د دوی ملګری ؤ. طالبانو زياته کړې وه چي د امريکايي عسکرو لخوا د افغانو مړو د سپکاوي د ويډيو وروسته د دوی د ملاتړو په شمېر کي لا زياتوالی راغلی دی.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی