خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر
د کندهار ولايت د رسنيو له مرکزه په خپره سوي خبرپاڼه کې ويل سوي چې پر دغه موټر سايکل باندي ٦٠ کيلو ګرامه باروت بار وه چي تېره ورځ ١٢ بجې د يادي ولسوالۍ د پلوکن په سيمه کي د ملي پوليسو د ګزمې لخوا کشف او وروسته شنډ سو.
خبرپاڼه خبر ورکوي چې ددې ترڅنګ تېره ورځ په کندهار ښار او ارغنداؤ ولسواليو کي هم د ملي پوليسو له خوا عمليات سوي چي پرمهال يې ٤٨ کيلو ګرامه اوومه چرس او له چاودېدونکو توکو څخه ډکه يوه شل کيلويي ډبه تر لاسه سوي دي. ذکر سوي ٤٨ کيلو ګرامه خام چرس د کندهار ښار د لسمي امنيتي حوزې اړوند په نثار احمد کلي کي له يوه کور څخه د پلټني پرمهال د همدې کور له مالک سره يو ځاى نيول سوي دي.
همدا راز په دي خبرپاڼه کې ويل سوي چې تېره ورځ همداراز د کندهار په ژړۍ او ميوند ولسواليو کي هم چاڼيز عمليات سوي چي په ترڅ کي يې يو فير توغندۍ چي د وسله والو طالبانو له خوا توغېدو ته اماده سوې وه او همداراز دوې کړۍ مځکني ماينونه کشف او شنډ سوي دي. ددي پېښو په اړونده کومي ډلي څه نه دي ويلي.