د ناټو عمومي منشي، اندرس فوگ راسموسن، د پنج شنبې په ورځ له فرانسې څخه وغوښتل چي په افغانستان کي خپل پوځي روزنیز ماموریت ته د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري دوام ورکړي. هغه وویل چي دا د ناټو د ماموریت د بریا له پاره ډیر اهمیت لري.
فرانسې له هغه وروسته په افغانستان کي خپل ټول عملیات په ټپه ودرول چي یوه افغان سرتیري پر خپلو فرانسوي روزونکو ډزي وکړي او د څلورو تنو د وژلو تر څنګ ئې ډیر شمیر نور ټپيان کړل. فرانسې په داسي حال کي په افغانستان کي خپل ټول ماموریتونه په ټپه درولي دي چي ناټو غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ کړي چي هغوی وکړای شي له دغه کال وروسته د خپل هیواد امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.
د ناټو عمومي منشي، اندریس فوگ راسموسن، په لزبون کي یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «په افغانستان کي د فرانسې ونډي ته په کتو سره غواړم ووایم چي موږ ټولو له افغانستان څخه د سرتیرو د راایستلو پر یو مهال ویش موافقه کړې ده.» ناټو په خپله ورستۍ عمومي غونډه کي پریکړه وکړه چي د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپاري او له دغه هیواد څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي.
راسموسن وویل چي د جوړ شوي پلان له مخې کار کول په افغانستان کي د ناټو د عملیاتو پر بریالیتوب ډیره اغیزه لري. د فرانسي حکومت د سه شنبې په ورځ وویل چي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د مخکي له وخته راایستلو پریکړه به دغه هیواد ته د ولسمشر کرزي تر سفر پوري وځنډوي. کرزی نن «جمعه» فرانسې ته رسیږي او له دغه هیواد سره به د اوږد مهالو همکاریو یو سند لاسلیک کړي.
فرانسه اوس په افغانستان ۳۶۰۰ سرتیري لري چي د ناټو تر مشرۍ لاندي عملیات تر سره کوي. فرانسوي ځواکونه زیات وخت د کاپیسا په ولایت کي گزمي کوي. د مخکیني پلان له مخي به د ۲۰۱۲ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ۱۰۰۰ فرانسوي سرتیري راووځي. فرانسه وایي چی په افغانستان کي د خپلو ځواکونو له پاره امنیتي ضمانتونه غواړي او دا چي افغان حکومت باید دوی ته د نوو سرتیرو د جذبولو د بهیر په اړه معلومات ورکړي.
راسموسن ویلي دي چي ناټو باید د دغه شان بریدونو د له منځه وړلو له پاره هر ممکن کار تر سره کړي. د هغه په خبره په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان الن، له افغان چارواکو سره د بهرنیو روزونکو د امنیت د ټینگولو هڅي کوي. افغانستان اوس ۳۰۰ زره امنیتي ځواکونه لري چي په دغه هیواد کي د څّلویښت سلنو عملیاتو مشري کوي.
مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس) دالمان راډیو