سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »   ورځني خبرونه »   د ولايتي بيارغوني ټيم:زموږ درې ملکي ...

د ولايتي بيارغوني ټيم:زموږ درې ملکي کارکوونکي په ځانمرګي بريد کې ژوبل سوي دي.

2012-01-26, خپرونکی محمد سلطان شریفي

ورته خبرونه

خبریال: بشیر شرر: هلمند سورغر

 

د هلمند ولايت د ولايتي بيارغوني د ډلي مطبوعاتي دفتر وايې چې په ننني ځانمرګي بريد کې کوم چې ددوى پر ملکي کار کوونکو سوى درې تنه بهرنيان ژوبل سوي دي. د دي دفتر د معلوماتو له مخي چې په دي پېښه کې يې دوه موټرونه هم ويجاړ سوي دي او ولسي وګړيو ته پکښې زياته مرګ ژوبه اوښتي ده.

 

په هلمند کې د بريطانيا هېواد د ولايتي بيارغوني د ډلي پر کار کوونکو دغه چاودنه پر داسې مهال کيږي چې موده وړاندي ددي ولايت د مرکز لښکرګا په لومړي پړاو، او درې نوري ولسوالۍ په دوهم پړاو کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل سوي. وړاندي تر دي هم د افغان ځواکونو د مسوليت پر مهال ورته ځانمرګي بريدونه سوي دي او زياته مرګ ژوبله يې هم اړولي وي.تر اوسه لا ددي پېښي پړه چا په غاړه نه د اخيستي.

 

بايد وويل سي چې د هلمند په ځانمرګي بريد کې د چارواکو د معلوماتو له مخي يو څلور دېرش ولسي وګړي ژوبل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.

Rated 2.83/5 (56.67%) 6 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 41F6DFZ

    اعلانات