خبریال: بشیر شرر: هلمند سورغر
د هلمند ولايت د د والي وياند داود احمدي وايې چې په نن شاوخوا يولس نيمي بجي د هلمند ولايت په مرکز کې پر بهرنيانو ځانمرګى بريد سوى او په ترڅ کې يې يو دېرش تنه ژوبل سوي او درې تنه وژل سوي دي.
دى وايې چې پېښه د ولايتي بيارغوني د ډلي پر بهر نيو کارکوونکو سوي ده. وياند وايې چې وژل سوي او ژوبل سوي ټول ولسي وګړي دي. احمدي دا هم وويل چې ددي پېښي نور جزيات به وروسته په ډاګه سي.