سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »   ورځني خبرونه »   د اروزګان د حج او اوقافو ريس وايې چې پري ...

د اروزګان د حج او اوقافو ريس وايې چې پري لګول سوي تورونه بې بنسټه دي اوس مهال هم خپله دنده اجرا کوي.

2012-01-25, خپرونکی محمد سلطان شریفي

ورته خبرونه

خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر

 

په اروزګان ولايت کې د حج او اوقافو ريس مولوي حمدالله هغه تورونه رد کړل کوم چې د ولايت له لوري پرې لګول سوي دي. مولوي حمدالله وايې چې په اروزګان ولايت کې يې نن د ماپښين تر يوي بجي پوري دنده اجرا کړي او وروسته خپل استوګنځي ته تللى دى. دى وايې چې د والي له لوري پرې لګول سوي تورونه بې بنسټه دي او نه هم دى په درغلى تورن دى.

 

د حج او اوقافو ريس وايې چې د تېر کال د حاجيانو د ليږد پر مهال په اروزګان ولايت کې نه وو او هغه مهال په پلازمينه کابل کې په  څلور سوه بستريز روغتون کې تر درملنه لاندي وو. دى وايې چې پرې لګول سوي تورونه بې بنسټه دي او که چېري دا ډول تورونه وي نو دى حاضر دى چې ځواب ورکړي.

 

د اروزګان د ولايتي شورا ريس امان الله هوتکي بيا وايې چې پر مولوي حمد الله باندي لګول سوي تورونه بې بنسټه دي. دى وايې چې د اروزګان والي په خپله په ځينو درغليو کې لاس لري او غواړي په دي سره خپل ځان سپين وښيي او ددي ولايت نور چارواکي په درغليو تورن کړي. هوتکي وويل چې مولوي حمدالله بې له دي چې خپله دنده تر سره کړي کوم بل څه يې نه دي کړي او د اروزګان والي نه يوازي د مولوي حمدالله د دندي سپکاوى کړى بلکي ددي ولايت د ديني عالمانو سپکاوى يې هم کړى دى.

 

د اروزګان والي ويلي ول چې مولوي حمدالله يې د تېرو حاجيانو پر مهال په ځينو چارو کې درغلى کړي دي او غواړي محاکمه يې کړي.

Rated 3.33/5 (66.67%) 6 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 3A0RiM8

    اعلانات