سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »   ورځني خبرونه »   محمد ګلاب منګل:په هلمند کې به د سولي په ...

محمد ګلاب منګل:په هلمند کې به د سولي په تړاو هڅي نوري هم ګړندۍ کړي.

2012-01-25, خپرونکی محمد سلطان شریفي
Picture 1/1

ورته خبرونه

خبریال: بشیر شرر: هلمند سورغر

 

په هلمند کې د يوي پراخي غونډي پر مهال د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چې د سولې د ولايتي كميټې په هڅو تردې مهاله په هلمند كې ۷۰ تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى سوي او ددې ترڅنگ د همدې كميټې په هلوځلو ۲۶ تنه زندانيان د بگرام له زندان څخه خلاص سوي دي.

 

د نوموړي په وينا چې دا هڅې بسنه نه كوي او بايد په دې برخه كې كوټلي گامونه پورته سي او په دې برخه كې بايد د هلمند اوسيدونكي د سولې له ولايتي كميټې سره نيغ په نيغه همكاري وكړي ځكه چې اوس مهال په هلمند کې د امنيت ساحه پراخه، په ولسواليو كې ښه حكومتداري شتون لري او ددې ترڅنگ ځينو ولسواليو ته هم لويې لارې په پاخه ډول جوړې سوې دي.

 

د هلمند والي په ډاگه كړه چې د سولې ولايتي كميټه په دې توانيدلې چې په دې ولايت كې په هره ولسوالى كې ځايي شوراگانې جوړې کړي او ددې ترڅنگ يې ډيرى هغه شخړو ته هم د حل لارې پيدا كړې دي کومي چې له امله يې ځينې كسان په مخالف صف كې دريږي.

 

دا مهال د هلمند ولايت په کچه د وسله والو فعاليتونو کميدا د چارواکو په وينا دا په ډاګه کوي چې ګڼ وسله وال بې له دي چې له دولت سره نيغ په نيغه د وسلي اېښودو چاري تر سره کړي پر کورنو کښيناستلي دي.

Rated 3.8/5 (76%) 5 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • lUAPRk8

    اعلانات