خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر
سره له دی چی اوس مهال د هیواد په کچه څلورعشاریه دوه ملیونه ماشومان د سواد د نعمت څخه بي برخې دي خو دهیواد د پوهنی وزارت چارواکی وایې د یوټاکلی پلان پر اساس هڅه کوی د ټول هیواد په کچه د معارف په برخه کی ستونزی په بشپړه توګه له منځه یوسی او هغه ماشومان چی تر اوسه نه دی توانیدلی ښوونځی ته ولاړ سی ورته د تګ زمینه برابره کړې.
دهیواد د پوهنی وزیر فاروق وردګ چی د یو شمیر پروژو د پرانستلو او دمعارف د چارو د ارزونی په موخه هرات ولایت ته په سفر تللى وایې:چی دراتلونکو دریو کلونو په لړ کې به هرات د معارف په برخه کې هیڅ ډل ستونزه ونلری او په ټولو ولسوالیو کې به ښوونځى د زدکونکو پرمخ پرانستې وي.
د پوهنې وزېر همداراز په هرات کی ددغه وزارت د پراختیایې بوديجي لهخوا د یو دری پوړیزه ښوونځی د ودانۍ دپرانيستنی پر مهال وویل :چی دهیواد په کچه معارف د ټوليیزه وضعیت د سمون لپاره د ملګروملتونو دیونسف سازمان له خوا د۵۵،۷ ملیونه آمریکایې ډالرو په ارزښت د مرستې ژمنه سوې، چی په وینا یی د یاد وزارت له خوا به د درې کلن پلان په ترڅ کی دمعارف په برخه کی ولګول سې.
دهرات ولایت دپوهنی ریاست چارواکې وایی اوس مهال په هرات ولایت۸۳۴ ښونځې دشپږ لکو پنځه څلويښت نارینه او ښځینه زدکونکو پرمخ پرانيستی دي چی د پنځلس زره دری سوه څلور پنځوس ښوونکو له خوایی درسی چاری پرمخ وړل کیږی.