سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »   ورځني خبرونه »   هندوستان په افغانستان کي د تروریزم له ...

هندوستان په افغانستان کي د تروریزم له بریا څخه بیره وښوده

2012-01-25, خپرونکی محمد سلطان شریفي
Picture 1/1

ورته خبرونه

هندوستان ویلي دي چي د سولي له لاري د افغانستان د ستونزي په حلولو کي باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي. دغه هیواد همداراز په افغانستان کي د تروریزم د بریا کواښ کړی دﺉ. په متحده ایالاتو کي د هندوستان سفیري، یرمن نیرو پاما راو، د دوشنبې په ورځ (د دلو د میاشتي دریمه نیټه/ د جنوري د میاشتي ۲۳ نیټه) په افغانستان کي د متحده ایالاتو له پوځي هڅو سره د خپل هیواد قوي ملاتړ اعلان کړ خو ویویل چي نوی دهلي په دغه هیواد کي د سولي د هلوځلو سخته څارنه کوي.

 

مېرمن راو وویل: «موږ په افغانستان کي د سیاسي حل لاري سره موافق یو، خو باور لرو چي دغه سیاسي حل لاره باید په داسي یو عمده هدف وا نه وړي چي لاس ته راوړل ئې په هر قیمت حتمي وي.» میرمن راو دغه خبري د جورج واشنګټن په پوهنتون کي وکړي. هغې زیاته کړه: «دغه شان تګلاره د تروریزم د هغو تورو قواوو او د مذهبي افراطګرايي د بریالیتوب له پاره لاره هواره وي، چي له څه مودي راهيسي په سیمه کي رامنځ ته شوي دي.»

 

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، مارک ګروسمن، د رواني اونۍ په لومړیو ورځو کي افغانستان ته سفر وکړ او له ولسمشر کرزي سره ئې د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو اترو په اړه خبري وکړي.

 

متحده ایالاتو ویلي دي چي طالبان باید د سولي یوې موافقي ته تر رسیدو مخکي له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ومني او له نړیوال تروریزم سره خپلي اړیکي وشلوي. هندوستان د طالبانو په وړاندي د جگړي ملاتړ کوي ځکه چي طالبان د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ د پاکستان چي د هندوستان پخوانی دښمن دئ، متحد پاتي شوی دئ. دغي ډلي د هندوستان مخالفینو ته هم پناه ورکوله.

 

د امریکا متحده ایالات او د ناټو نور غړي هیوادونه پلان لري چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنگي سرتیري راوباسي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسؤلیتونه خپله افغان ځواکونو ته وسپاري. هندوستان د ۲۰۰۱ کال راهیسي له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرستي کړي دي. دغه هیواد تیر کال له افغانستان سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ چي له مخې به ئې د افغان ځواکونو په روزنه کي هم پیاوړی رول ولري.

 

تیره اونۍ مارک گروسمن هندوستان ته سفر وکړ چي د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبري وکړي. دا په داسي حال کي ده چي پاکستان گروسمن ته د ورتگ اجازه ور نه کړه.

 

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس) د المان راډیو

 

Rated 3.33/5 (66.67%) 6 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • 5AM2PQM

    اعلانات