سورغر ورځپاڼه
English
د ژبې بدلول

Forward news to your friends

    • برېښناليک لېږل
    • ستاسو نوم
    • ستاسو د ايمل پته
    • (ex:ex1@xxx.com, ex2@xxx.in,..)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Reload Image
کور پاڼه »   ورځني خبرونه »   د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالي کي ٢ ...

د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالي کي ٢ تنه قاضيان په دندو وګمارل سول.

2012-01-24, خپرونکی محمد سلطان شریفي

ورته خبرونه

خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر

 

ياد دوه تنه قاضيان څه باندي يوه مياشت وړاندي ټاکل سوي وه چي له هغه وخته تر اوسه ورته په پلازمېنه کابل کي روزنه ورکول سوه او نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي د ولسوال او قضايي چارواکو له خوا د ولسوالۍ پرمختيايي شورا او خلکو ته ورپېژندل سول.

 

د سپين بولدک ولسوالۍ ولسوال عبدالغني وويل چي ولسوالي يې له کندهار ښاره په څه باندي سل کيلو مترۍ کي پرته ده او اوسېدونکو يې نه سواى کولاى چي د هري کوچنۍ قضايي ستونزي د حل په موخه کندهار ښار ته ولاړ سي.

 

هغه زياته کړه چي په ولسوالي کي يې وړاندي دوه تنه څارنوالان لرل په خبره يې چي د هغوى له شتون سره سره يې هم په قضايي برخه کي ګني ستونزې درلودلې چي ښايي اوس به حل سي. 

 

له دې وړاندي نن سهار په ياده ولسوالي کي هغه ٣٠ تنو قومي مشرانو او ولسي مخورو ته چي  په عدلي او قضايي برخو کي روزنه ورکول سوې وه فراغت ليکونه ورکړل سول.

 

يادو ديرشو تنو ته په همدې ولسوالي کي د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID په مالي مرسته او ملاتړ د  قومي او کلتوري رودو څخه په استفاده د حقوقي ستونزو د حل په برخه کي زدکړي ورکول سوې.

 

بولدک ولسوالي له کندهار ښار څخه ختيځ لورته په ١٠٧ کيلو مترۍ کي د پاکستان سره پر پوله پرته ده چي ټولټال ٢٤٧ کلي لري او پکښي ٢٥٠ زره کسان ژوند کوي.

 

Rated 3/5 (60%) 2 Votes

يادونې، نظرونه(0)

    خپل څرگندونې وليکئ

    ::. Please fill all the fields ! ::. Varification code is incorrect Please check carefully ! ::. Invalied email address !

    • ستاسو نوم
    • خپل ځای په کوته کړی
    • ستاسو د ايمل پته
    •  
    • يادونې، نظرونه
    • (ستاسو د بریښنا لیک پته به خپره نشي)
    • د لغت تصديقول وليکئ
    • Q2wkt7b

    اعلانات