خبریال: بشیر شرر: کندهار سورغر
د کندهار د ميانشين ولسوال روزي خان وايې چې دا مهال يې ولسوالي د امنيت له پلوه سمه سوي ده ولي بيا هم ډېر اوسيدونکي يې دي ولسوالۍ ته د تګ زړه نه ښه کوي.
دى وايې چې اوس مهال په دي ولسوالي کې د لا زياتو کارونو اړتيا سته په دي برخه کې يې له ولايتي ادارې سره په ګډه کار پيل کړى څو په ولسوالي کي يې د سکتوري ادارو مديريتونه پرانيزي او له دې لاري لا ښه د خلکو ستونزو ته لاسرسى وکولاى سي.
هغه زياته کړه چي د ولسوالۍ ټول اوسېدونکي ورسره همکار دي او وخت پر وخت يې ورسره په ټولو اړينو برخو کي همکاري کړې ده خو په خبره يې چي خلک هم د دولت پاملرني ته اړتيا لري او په دې برخه کي بايد ولايتي اداره يادي ولسوالۍ ته نوره هم توجه زياته کړي.
روزي خان پر هغو کسانو چي د وسله والو طالبانو له خاطره يې خپلي سيمي او کورونه پرې ايښي ږغ وکړى چي بيرته خپلو کورونو ته راستانه سي او ارام ژوند پيل کړي.
په ميانشين کې ډېر وګړي په کرهڼه بوخت دي او ددي ولسوالۍ ډېر اوسيدونکي وايې چې د تېرو جګړو پر مهال يې کرهڼه او مالداري ډېره زياته زيانمنه سوي ده.