خبریال: بشیر شرر: هلمند سورغر
د هلمند ولايت چارواکي وايې چې د تيرو دريو ورځو په اوږدو كې ددې ولايت په گرشك او نادعلي ولسواليو كې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا د پټو معلوماتو پر بنسټ پنځه ميله ۳۰۳برټوپكونه،۷ ميله كلاشينكوف، يوميل پيكا ماشينگڼه، يو ميل راكټ انداز، يوه پايه مخابره، اته كړى لاسي بمونه، يو د پيكا شريد، څلور كړى ماينونه،۱۵۰فيره د كلاشينكوف او پيكا مرمى، درى د ماين كانچې، څلور د ماينونو ځانگړې بطرى او۳۰ كيلو گرامه تارياك نيولي دي.
په هلمند ولايت کې د ملي امنيت او پوليسو له لوري د امنيت د را منځته کيدو په موخه چاري ګړندۍ سوي دي او چارواکي وايې چې غواړي په دي ولايت کې ټولي سيمي تر خپل پوښښ لاندي راولي.
دا مهال د هلمند ولايت ځيني د وسله والو طالبانو تر واک لاندي دي کومي چې اوس مهال يې مسولين د بيا عملياتو او نيولو په تړاو د مسولين وايې چې ددي عملياتو پر مهال يې کوم څوک نه دي نيولي ولي په تړاو يې پلټني پيل سوي دي پلانونو د طرحه کيدو خبري کوي.
.