سورغر اوونيزه، چې په (٢٠٠٥) مېلادي کال کې پرانيستل شوه، د افغانستان د سوېل لوېديځې سيمې په آزادو رسنيو کې يوازېنۍ تر ټولو وتلې اوونيزه ده. دغه اوونيزه، چې مرکزي دفتر يې په کندهار ښار کې دى، د سوېل لوېديځې سيمې په کچه په چاپي رسنيو کې يوه رنگه او بريالۍ اوونيزه ده.
د څو ډول-ډول قانوني اعلاناتو کمپاينونو د زمينو په لاس کې لرلو سره موږ د دې اوونيزې له لارې د ټول هېواد د چاپي لوحو، بېنرانو، د راډيو او ټلوېزيون له لارې اعلانات خپرو. د ځينو وتلو انټرنيټي پاڼو د واک په لرلو سره به موږ ستاسو اعلاناتو ته د مناسبو بيو په لرلو سره وده ورکړو.
په سورغر کې موږ د کار داسې يو چاپېريال تيار کړى، چې د نړۍ د يوه تر ټولو ناآرام هېواد په تر ټولو ناآرامه سوېلي سيمه کې مو له گواښونو سره-سره په خپل مرکزي دفتر کې کار ته دوام ورکړى دى. له هر راز گواښونو سره-سره مو د هېواد په کچه د هېوادوالو له غوښتنو سره سم خپل د اعلاناتو کمپاينونه په هر ډګر (سياسي، کلتوري، اقتصادي سپورټي) کې فعال کاري ټيم لرو او اعلانات چلوو.
سورغر اوونيزه بې له شکه په وار-وار د سيمه ييزو قوماندانانو له خوا د حقيقت پر ويلو گواښل شوې ده، خو موږ د خلکو ږغ له رسولو څخه ټول عمر دفاع کړې ده. موږ د خلکو تر څنگ ولاړ يو او د هغوى هره غوښتنه په چاپ رسوو او دا لامل دى چې هغوى هم زموږ ملاتړ کوي. موږ همېشه د بيان او رسنيو آزادي پلې کوو او ور ته ژمن به يو.
اوسمهال د (١٥٠٠٠) گڼو په چاپ سره په پلان کې لرو، چې د خلکو غوښتنې او لېوالتيا په پام کې نيولو سره د سورغر د چاپ تېراژ نور هم زيات کړو. که غواړئ چې د سورغر په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړئ، نو تاسو کولائ شئ چې زموږ سره په لاندې شمېرو اړيکي ونيسئ او يا هم تر دې لا اسانه لار، زموږ له انټرنيټي پاڼې څخه گټه واخلئ. www.surgar.net.
ډوبۍ :2946977 4 00971
کندهار : 2333-200-030 , 0786378000
کابل : 8408-98-0700